راوی زن پشتو
جمعه 22 حوت 1404
فارسی
EN
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • افغانستان
    • نړۍ
  • راپورونه
    • څیړنیز راپورنه
  • سپړنې
  • مرکې
  • روایتونه
  • کلتور او هنر
    • کیسې
    • شعر
    • ادب
    • تجسمي هنرونه
  • سپورټ
  • ملټي میډیا
    • فلم
    • انځور
    • غږ
  • کالمونه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • افغانستان
    • نړۍ
  • راپورونه
    • څیړنیز راپورنه
  • سپړنې
  • مرکې
  • روایتونه
  • کلتور او هنر
    • کیسې
    • شعر
    • ادب
    • تجسمي هنرونه
  • سپورټ
  • ملټي میډیا
    • فلم
    • انځور
    • غږ
  • کالمونه
No Result
View All Result
راوی زن پشتو
No Result
View All Result

د افغانستان د خبریالانو مرکز: د طالبانو ابتدايي محکمه په تخار کې درې نیول شویو خبریالانو ته د برائت حکم ورکړی

29 جوزا 1404
د افغانستان د خبریالانو مرکز: د طالبانو ابتدايي محکمه په تخار کې درې نیول شویو خبریالانو ته د برائت حکم ورکړی

د افغانستان د خبریالانو مرکز په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د طالبانو ابتدايي محکمه په تخار ولایت کې د درېیو سیمه‌ ییزو خبریالانو لپاره د برائت پرېکړه کړې، چې له یوې میاشتې زیات یې د تبعیدي رسنیو سره د همکارۍ په تور نیول شوي وو.د دغه مرکز د معلوماتو له مخې، د تخار یوې سیمه‌ ییزې سرچینې ویلي چې دا علنۍ محکمه د چهارشنبې په ورځ، د غبرګولي ۲۸مه، د تخار ولایت مرکز تالقان ښار کې جوړه شوې وه. دا محکمه د نصرت‌الله ابراهیمي، منیر هدف او اسدالله تیمور قضیې ته ځانګړې شوې وه؛ هغوی د «افغانستان انټرنشنل» ټلوېزیون ته د راپور ورکولو په تور نیول شوي وو. په غونډه کې یاد خبریالان، د دوی وکیلان او یو شمېر خپلوان هم حاضر وو.منیر هدف او اسدالله تیمور، چې دواړه خپلواکه خبریالان دي، د روان لمریز کال د ثور میاشتې پر ۱۵مه، او نصرت‌الله ابراهیمي، چې د آریانا نیوز خبریال دی، د غویی پر ۱۶مه، د تالقان امنیه قومندانۍ ځواکونو له خوا نیول شوي وو.یو سیمه‌ ییز خبریال چې موضوع یې له نږدې تعقیب کړې، ویلي چې یاد خبریالان تر درېیو اوونیو زیات د امنیه قومندانۍ او تالقان بندخونو کې بنديان وو، وروسته بیا د نورو څیړنو لپاره د تخار استخباراتو ریاست ته ولیږدول او هلته یې ۱۵ ورځې نور هم تېرې کړې.سرچینې زیاته کړې چې دا درې خبریالان د غبرګولي په ۱۴مه، د قربانۍ اختر په مناسبت د ځینو پېژندل شویو کسانو په ضمانت، لنډمهاله او مشروط ډول خوشې شوي وو.د افغانستان د خبریالانو مرکز ټینګار کړی چې د دې خبریالانو نیول له پيله غیرقانوني وو، او باید هېڅکله له ازادۍ بې‌برخې شوي نه وای. دا مرکز له طالبانو غوښتي چې نور نیول شوي خبریالان هم بې له قید او شرطه خوشې کړي او خبریالانو ته اجازه ورکړي چې د هېواد د مطبوعاتو د قانون له مخې له خپلو بنسټیزو حقونو څخه ګټه واخلي.یادونه باید وشي چې دا مهال لږ تر لږه ۱۱ خبریالان او یا د رسنیو کارکوونکي د طالبانو له خوا نیول شوي او یا هم د بند موده تېروي.

شیرتوییت

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر لوستل شوي

پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
خبرونه

پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي

22 عقرب 1404

د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...

Read more

یونیسف د اروپایي ټولنې په ملاتړ، په افغانستان کې د خوارځواکۍ ماشومانو پاملرنه پیاوړې کوي

بخښنې نړیوال سازمان: طالبان د افغان ښځو ژوند نه‌ زغمل کېدونکي خوب ته اړولی

طالبان د پنجشیر د نجونو د سواد زده‌ کړې ټولګي لغوه کړي دي

په پاکستان کې افغان کډوال: مه مو بېرته افغانستان ته استوئ

راوی زن پشتو

راوی زن یوه خپلواکه رسنۍ ده چې هڅه کوي په افغانستان او نړۍ کې د ښځو مسایل په ځانګړي لید سره تحلیل، کتنه او استازیتوب وکړي.

ټولي

  • افغانستان
  • تجسمي هنرونه
  • خبرونه
  • څیړنیز راپورنه
  • راپورونه
  • سپړنې
  • سپورټ
  • فلم
  • کالمونه
  • مرکې
  • ملټي میډیا
  • نړۍ

چټک لاسرسی

  • اړیکه
  • زموږ په اړه
  • اعلانونه
  • زموږ سره کار وکړئ

خبرنامه


  • اړیکه
  • زموږ په اړه
  • اعلانونه
  • زموږ سره کار وکړئ

© ۲۰۲۳ - ټول حقوق د راوی زن لپاره خوندي دي.

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • افغانستان
    • نړۍ
  • راپورونه
    • څیړنیز راپورنه
  • سپړنې
  • مرکې
  • روایتونه
  • کلتور او هنر
    • کیسې
    • شعر
    • ادب
    • تجسمي هنرونه
  • سپورټ
  • ملټي میډیا
    • فلم
    • انځور
    • غږ
  • کالمونه

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In