د طالبانو سترې محکمې خبر ورکړی چې ۲۵ نارینه یې په کابل ښار کې د نشهيي توکو د خرڅلاو له امله دورې وهلي دي.د دې محکمې د شنبې په ورځ (۳۱ د غبرګولي) په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې یاد کسان د الکولي مشروباتو، نشهيي تابلیټونو، چرس او شیشې د پلور له امله عدلي تعقیب ته وړاندې شوي وو او سزا ورکړل شوې ده.په راپور کې راغلي چې دا کسان د طالبانو د مخدره توکو پر ضد د ابتداییه محکمې له خوا د ۷ میاشتو څخه تر یو کال او شپږ میاشتو پورې تنفیذي بند، او همداراز د ۱۰ څخه تر ۳۹ دورو پورې سزا شوي دي.دا په داسې حال کې ده چې ورته فزیکي سزاوې، لکه د خلکو په عام محضر کې دورې وهل، په وروستیو اونیو کې په پروان، فاریاب او بدخشان ولایتونو کې هم ترسره شوې دي، او لږ تر لږه ۱۰ کسان، چې ځینې ښځې هم پکې شاملې وې، دورې وهل شوي دي.نړیوالې د بشر حقونو مدافع ادارې دا ډول سزاوې له انساني اصولو سره مخالفې او د نړیوالو تړونونو ناقض ګڼي، خو طالبان ټینګار کوي چې دا سزاوې د دوی د اسلامي شریعت له تفسیر سره سم دي.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

