بخښنې نړیوال سازمان له پاکستاني چارواکو غوښتي چې د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ سمدستي ودروي او د نړیوالو قوانینو له مخې خپلې ژمنې عملي کړي.یاد سازمان دا غوښتنه د شنبې په ورځ، د غبرګولي ۳۱مه، کړې او خبرداری یې ورکړی چې د ناقانونه کډوالو د بېرته لېږلو د دوهم پړاو له پیل راهیسې، تر اوسه شاوخوا ۲۲۶ زره افغانان بیرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.د نړیوال کډوالۍ سازمان د راپور له مخې، له دې ډلې څخه شاوخوا ۴۲ زره کسان په زور ایستل شوي دي.بخښنې نړیوال سازمان وايي چې د ستنو شویو کسانو له ډلې لږ تر لږه ۱۱۵ زره یې مېرمنې او نجونې دي، هغه کسان چې اوس داسې هېواد ته ستنېږي چېرته چې له بنسټیزو حقونو لکه زدهکړې، کار او ټولنیز ژوند څخه بېبرخې دي.یاد سازمان زیاتوي، په دریم او وروستي پړاو کې شونې ده چې د ملګرو ملتونو له خوا ثبتشوي کارتونه (PoR) لرونکي کسان هم له ایستلو سره مخ شي. د دغو کارتونو اعتبار یوازې تر ۳۰ جون ۲۰۲۵ پورې دی او له دې نېټې وروسته د جبري ایستنو یو نوی څپه پیلېدلی شي.بخښنې نړیوال سازمان له نړیوالې ټولنې او پاکستاني حکومت څخه غوښتي چې د دغه وضعیت مخنیوی وکړي او د افغان کډوالو د حقونو ساتنه ډاډمنه کړي.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

