د افغانستان دایمي استازولۍ په ژنیو کې اعلان کړی چې د ښځو پر وړاندې د تبعیض د لهمنځه وړلو کنوانسیون (CEDAW) د پلي کېدو په اړه د افغانستان څلورمې دورې راپور به د ملګرو ملتونو په مقر کې د دغې کمېټې د ۹۱مې غونډې پر مهال د جون په ۲۴مه (چنګاښ ۴مه) وڅېړل شي.د استازولۍ له خوا نن، د چنګاښ ۱مه، خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې افغانستان له ۲۰۰۳ کال راهیسې د دې کنوانسیون غړی دی او د خپلو نړیوالو ژمنو له مخې، باید په منظم ډول د ښځو د حقونو د پرمختګ یا شاتګ راپور ورکړي.په اعلامیه کې ویل شوي، له هغه وروسته چې طالبان بېرته واک ته ورسېدل، د ښځو د حقونو سیستماتیکو نقضونو د CEDAW کمېټه اړ کړه چې د ۲۰۲۲ کال د جنورۍ په میاشت کې له افغانستان څخه د یو ځانګړي راپور غوښتنه وکړي.اوسنی راپور، چې د خپلواکو سرچینو او مدني ټولنې له خوا مستند شوی، د ښځو د حقونو د پراخ شاتګ یو روښانه انځور وړاندې کوي. دا شاتګ په ځانګړې توګه په ښوونې، کار، سیاسي ګډون او فردي آزادیو کې رامنځته شوی.استازولي ټینګار کړی چې دا راپور د ۲۰۲۵ کال د مارچ په ۱۸مه سپارل شوی او د طالبانو هغه ادعاوې ردوي چې ګواکي د ښځو په برخه کې یې پرمختګ کړی دی.همداراز، ویل شوي چې د حقوقي متخصصینو او د ښځو د حقونو مدافعینو یوه ډله به د غونډې پر مهال د راپور بېلابېل اړخونه تشریح کړي او د وضعیت د ښهوالي لپاره وړاندیزونه وړاندې کړي.د دغو وړاندیزونو موخه دا ښودل شوې چې یوه همغږې نړیوالې لید لور جوړ شي ترڅو د افغان ښځو او نجونو ملاتړ په مؤثر ډول پر مخ ولاړ شي.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

