د «ازادۍ لپاره: له افغان مېرمنو سره نړیواله همغږي» تر سرلیک لاندې نړیوال کنفرانس، پرون (د چنګاښ ١) د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر، ژنیو کې جوړ شو. دغه ناسته د شهمامه د بشري حقونو سازمان لهخوا په کوربتوب، او د افغانستان، فرانسه، برېتانیا، سویس، هالنډ، فنلنډ، لوګزامبورګ او اروپايي اتحادیې دایمي استازولیو په ملاتړ ترسره شوه.په غونډه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو دایمي استازي نصیر احمد اندیشه وویل، افغان مېرمنې دا مهال د زورزياتي پر وړاندې د مبارزې په لومړۍ کرښه کې ولاړې دي او نړیوال باید له هغوی جدي ملاتړ وکړي.د فرانسې د استازولۍ مرستیالې کلیر توادت ټینګار وکړ، چې هېواد یې د طالبانو پر هغو کړنو غندنه کوي، چې د افغانستان نیمایي وګړي (ښځې) یې له ټولنیز ژوند ایستلي دي.د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارډ بنېټ، وویل، طالبان له عدلي نظام څخه د ښځو پر ضد مفکورې د تطبیق لپاره کار اخلي، او پر نړیوالې ټولنې یې غږ وکړ، چې د «جنسي اپارتاید» د یو نړیوال جرم په توګه پېژندنه وکړي. نوموړي خبرداری ورکړ، چې د نړیوالې ټولنې بېپامي یا یواځې سمبولیک غبرګون به طالبانو ته دا پیغام ورکړي، چې ښځو ته ظلم بې بیې توګه دوام کولی شي.ناسته درې تخصصي بحثي غونډې هم لرلې. په لومړۍ برخه کې، د طالبانو لهخوا د تاوتریخوالي قرباني مېرمنو خپلې کیسې شریکې کړې او د عدالت د ترلاسه کولو لپاره د دا ډول تجربو د مستند جوړونې پر ارزښت یې ټینګار وکړ.په دویم پینل کې حقوقي کارپوهانو، د بشري حقونو د نقض پر وړاندې د نړیوالو حقوقي لارو چارو ارزونه وکړه، او درېیم بحث د افغان مېرمنو د مانا لرونکې نړیوالې ونډې پر تضمین ټینګار درلود.د شهمامه اجرائیه مشرې، ثریا عزیزي، په پای کې وویل: «د افغانستان مېرمنې خاموشه شوې نهدي، او نه به شي. موږ له خپلو خویندو سره ولاړ یو، تر څو غږ یې نړیوال شي او عدالت ورسي.»غونډه په داسې یو ټینګ پیغام سره پای ته ورسېده، چې نړیوالې ټولنې ته یې له افغان مېرمنو سره د سیاسي، حقوقي او مالي ملاتړ د پیاوړتیا، د بشري حقونو د سرغړونو د مستند جوړونې، او د همغږو غبرګونونو د عملي کېدو غوښتنه وکړه.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

