راوی زن پشتو
سه‌شنبه 22 ثور 1405
فارسی
EN
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • افغانستان
    • نړۍ
  • راپورونه
    • څیړنیز راپورنه
  • سپړنې
  • مرکې
  • روایتونه
  • کلتور او هنر
    • کیسې
    • شعر
    • ادب
    • تجسمي هنرونه
  • سپورټ
  • ملټي میډیا
    • فلم
    • انځور
    • غږ
  • کالمونه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • افغانستان
    • نړۍ
  • راپورونه
    • څیړنیز راپورنه
  • سپړنې
  • مرکې
  • روایتونه
  • کلتور او هنر
    • کیسې
    • شعر
    • ادب
    • تجسمي هنرونه
  • سپورټ
  • ملټي میډیا
    • فلم
    • انځور
    • غږ
  • کالمونه
No Result
View All Result
راوی زن پشتو
No Result
View All Result

ملګري ملتونه: د افغانستان خلک له پرله‌پسې بشري کړکېچونو سره مخ دي

3 سرطان 1404
ملګري ملتونه: د افغانستان خلک له پرله‌پسې بشري کړکېچونو سره مخ دي

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې د بشري چارو لپاره، جویس مسویا، د امنیت شورا په ناسته کې د افغانستان د پېچلي او بحراني وضعیت په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې د دغه هېواد خلک له ګڼ‌شمېرو او مخ پر زیاتېدو بشري ستونزو سره لاس‌وګرېوان دي.نوموړې دا څرګندونې د دوشنبې په ورځ، د چنګاښ ۲مه، په نیویارک کې وکړې او د لسیزو جګړه، ژوره بې‌وزلي، اقلیمي بدلونونه، پر ښځو سخت بندیزونه او د مالي منابعو کمښت یې د افغانستان د بشري وضعیت د خرابېدو اساسي عوامل وبلل.د مسویا په وینا، د مورانو د مړینې کچه په افغانستان کې د نړیوال منځنۍ کچې څخه دوه نیم چنده زیاته ده، او میلیونونه وګړي له لوږې او خوارځواکۍ سره مخامخ دي. هغې وویل: «د افغانستان له هر پنځو وګړو یو یې وږي دی، او له هر پنځو درې تنه د شدیدې خوارځواکۍ ښکار دي.»هغې همداراز د نجونو د زده‌کړو پر دوامداره بندیز نیوکه وکړه او زیاته یې کړه چې شاوخوا ۳.۷ میلیونه ماشومان له ښوونځیو پاتې دي، چې له دې ډلې ۲.۲ میلیونه یې نجونې دي چې له زده‌کړو محرومې شوې دي.یو بل جدي خبرداری چې مسویا ورکړ، د کابل د اوبو بحران و. هغې وویل چې کابل له یوه بې‌ساري وچکالۍ سره مخ دی، او ښايي دا د نړۍ لومړۍ پلازمېنه وي چې د اوبو له سخت کمښت سره مخامخ شي.د خبرو په بله برخه کې، هغې د افغانو ښځینه مرسته‌رسونکو رول ستایلی او ویلي یې دي چې دوی، سره له ګواښونو او بندیزونه، لا هم هغو ټولنو ته خدمت کوي چې له بشري مرستو بې‌برخې دي.جویس مسویا همداراز ویلي چې تازه ۲.۴ میلیونه ډالر د افغانستان د بشري مرستو له صندوقه ځینو هغو ځایي بنسټونو ته ځانګړي شوي، چې پخوا ورته لږ پام شوی و.

شیرتوییت

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر لوستل شوي

پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
خبرونه

پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي

22 عقرب 1404

د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...

Read more

یونیسف د اروپایي ټولنې په ملاتړ، په افغانستان کې د خوارځواکۍ ماشومانو پاملرنه پیاوړې کوي

بخښنې نړیوال سازمان: طالبان د افغان ښځو ژوند نه‌ زغمل کېدونکي خوب ته اړولی

طالبان د پنجشیر د نجونو د سواد زده‌ کړې ټولګي لغوه کړي دي

په پاکستان کې افغان کډوال: مه مو بېرته افغانستان ته استوئ

راوی زن پشتو

راوی زن یوه خپلواکه رسنۍ ده چې هڅه کوي په افغانستان او نړۍ کې د ښځو مسایل په ځانګړي لید سره تحلیل، کتنه او استازیتوب وکړي.

ټولي

  • افغانستان
  • تجسمي هنرونه
  • خبرونه
  • څیړنیز راپورنه
  • راپورونه
  • سپړنې
  • سپورټ
  • فلم
  • کالمونه
  • مرکې
  • ملټي میډیا
  • نړۍ

چټک لاسرسی

  • اړیکه
  • زموږ په اړه
  • اعلانونه
  • زموږ سره کار وکړئ

خبرنامه


  • اړیکه
  • زموږ په اړه
  • اعلانونه
  • زموږ سره کار وکړئ

© ۲۰۲۳ - ټول حقوق د راوی زن لپاره خوندي دي.

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • افغانستان
    • نړۍ
  • راپورونه
    • څیړنیز راپورنه
  • سپړنې
  • مرکې
  • روایتونه
  • کلتور او هنر
    • کیسې
    • شعر
    • ادب
    • تجسمي هنرونه
  • سپورټ
  • ملټي میډیا
    • فلم
    • انځور
    • غږ
  • کالمونه

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In