د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي دفتر (اوچا) اعلان کړی چې د میلیونونو افغانانو د کړکېچن وضعیت د سمون لپاره ۲.۴۲ میلیارده ډالرو مرستو ته اړتیا لري.اوچا نن د سهشنبې په ورځ، د چنګاښ په ۳مه، په خپل ایکسپاڼه کې لیکلي چې دغه مرستې کولای شي د بحران لاندې خلکو ژوند بدل کړي.په دغه پیغام کې راغلي چې “هیله له عمل سره تړلې ده” او د بشري مرستو بیلګې په افغانستان کې ښيي چې نړیوال ملاتړ څومره اغېزمن تمامېدای شي.اوچا له خلکو او نړیوالو بنسټونو غوښتنه کړې چې د مالي او بشري مرستو له لارې د افغانستان د اړمنو خلکو د برخلیک په بدلولو کې ونډه واخلي.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

