د ښځو او ماشومانو د څېړنې او عدالت غوښتنې شبکه چې یوه د ښځو په مشرۍ غیرانتفاعي اداره ده او په کاناډا کې موقعیت لري، د دوشنبې په ورځ، د جون ۲۳مه ۲۰۲۵، په ژنیو کې د ملګرو ملتونو د بشر حقونو شورا یوه جانبي ناسته کې خپل راپور خپور کړ.د دې ناستې شعار و: «له ژمنې تر عمله؛ د افغان ښځو د ملاتړ نړیوال یووالی». دا ناسته یوه ورځ مخکې له هغې ترسره شوه چې د ښځو پر ضد د تبعیض د لهمنځه وړلو کمېټې (CEDAW) د افغانستان څلورم دورهییز راپور وڅېړي.راپور د ۲۰۲۴ کال د اکتوبر څخه تر ۲۰۲۵ کال د مارچ پورې، د افغانستان په لسو ولایتونو کې له ۶۰۰ ښځو او نجونو، ۱۰ کورنیو فعالو د ښځو بنسټونو له مشرانو، ۱۰ سیاسي او حقوقي فعاله ښځو چې له هېواده بهر دي، او ۶ نړیوالو د ښځو د حقونو کارپوهانو سره د میداني تحقیق پر بنسټ جوړ شوی.د راپور موندنې ښيي چې:۳۶.۷٪ ښځې د مستقیمې تاوتریخوالي تجربه لري.۵۶.۴٪ ښځو د نورو پر وړاندې تاوتریخوالی لیدلی دی.تر ټولو عام ډولونه یې رواني، اقتصادي، لفظي، فزیکي او جنسي تاوتریخوالی بلل شوي دي.له دې ډلې څخه ۷۷٪ ښځو د دې تاوتریخوالي اصلي لامل د طالبانو فرمانونه بللي دي.راپور وايي، ۹۴.۱٪ کورنۍ لږ تر لږه یو غړی لري چې له زدهکړو بېبرخې شوی، او له ۹۰٪ زیاتې ښځې خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.راپور دا هم زیاتوي چې پراخې ټولنیزې او سیاسي بندیزونه د ښځو د عامه ژوند په ګډون کې شدید کمښت راوستی دی.شبکې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې:جنسي آپارتاید د بشریت پر ضد جنایت وپېژني.طالبان د نړیوالو محاکمو له لارې حساب ورکوونکي کړي.د افغان ښځو معنا لرونکی ګډون په سیاسي، حقوقي او بشردوستانه بهیرونو کې تضمین کړي.دغه راز، د ښځو محور بنسټونو مالي ملاتړ، د زدهکړو فرصتونو پراختیا، او د افغان ښځو د نوښتونو ملاتړ د عدالت او انساني کرامت د تحقق لپاره ضروري بلل شوي دي.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

