د جون ۲۴مه چې د ښځو په ډیپلوماسۍ کې د نړیوالې ونډې ورځ ده، هممهاله د جلاوطنۍ کې د افغان ښځو غورځنګ یوه اعتراضي پرېکړهلیک خپور کړی او له دې سرهیې له نړیوالې ټولنې سخته نیوکه کړې چې افغان مېرمنې یې له ټولو ډیپلوماټیکو او نړیوالو پریکړهکوونکو ډګرونو څخه ایستلې دي.په دې پرېکړهلیک کې، چې د سې شنبې په ورځ، د چنګاښ ۳مه، د “افغان ښځې؛ له مېز، له ډګر، له نړیوالې حافظې څخه حذف شوې” تر عنوان لاندې خپور شوی، راغلي چې نړۍ د ښځو په سیاست او ډیپلوماسۍ کې د ګډون ستاینه کوي، خو افغان ښځې لا هم د خپلو لومړنيو بشري حقونو څخه بېبرخې دي.د غورځنګ غړو د طالبانو پر ضد د ښځو ضد سیاستونو ته اشاره کړې او لیکلي یې دي چې افغان مېرمنې له خبرو اترو، زدهکړو، کار او حتی له کوڅو او بازارونو هم حذف شوې دي، پداسې حال کې چې نړۍ د چوپتیا، عاديبلنې او له نړیوالو بنسټونو د هغوی د غږ د حذف له لارې، غیرمستقیم ډول دا سرکوب ملاتړ کوي.په بیانیه کې ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې ته جدي پوښتنې مطرح شوې دي، لکه: “د افغان ښځې ځای په نړیوالو غونډو کې چېرته دی؟ ولې د پناهغوښتونکي ښځو او د بشري حقونو د مدافعینو غږ له ډیپلوماټیکو ناستو غایب دی؟”معترضو ښځو خبرداری ورکړی چې هېڅ سوله به پرته له واقعي او مؤثر ګډون د ښځو پایداره نهوي، او هغه ډیپلوماسي چې د افغان ښځو شتون نادیده نیسي، روا نه ده.د پرېکړهلیک په پای کې، د افغان ښځو له سیسټماټیک حذفه د بشر حقونو ښکاره سرغړونه بلل شوې، د هغوی د خپلواکې او معنا لرونکې ونډې تضمین غوښتنه شوې او د هغو ښځو لپاره د سیاسي نمایندګۍ غوښتنه شوې چې حتی په جلاوطنۍ کې هم د عدالت لپاره مبارزه کوي.دغه غورځنګ ویلي، دوی هڅه کوي د هغو ښځو غږ واوسي چې له نړیوالو ډګرونو ایستل شوې، خو لا هم چوپې پاتې نه دي.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

