د افغانستان لپاره د ښځو ټولنې (WFA) په اماراتو کې یوه مهمه غونډه ترسره کړه، څو د طالبانو تر واک لاندې د ښځو کړکېچن وضعیت وڅېړي.یاده غونډه د سې شنبې په ورځ، د چنګاښ ۳مه، ترسره شوې چې پکې د ښځو مشران، دیپلوماتان او نړیوال فعالان راټول شوي وو ترڅو د افغان مېرمنو د حقونو د سیستماتیک سرغړونې په اړه بحث وکړي.د افغانستان لپاره د ښځو ټولنې له سیمهییزو هېوادونو وغوښتل چې د خپلو دیپلوماتیکو اړیکو له لارې طالبان دې ته وهڅوي چې د ښځو اساسي حقونه مراعت کړي.دغه بنسټ په غونډه کې یو شمېر عملي وړاندیزونه هم وکړل، چې په کې د ښځو د زدهکړې، روغتیایي خدمتونو او کاري فرصتونو ته د آسانې لاسرسۍ لارې شاملې وې.د غونډې په پای کې، ګډونوالو د نړیوالې ټولنې پر بېړني او همغږي ګام ټینګار وکړ او د افغان ښځو د دوامدار ملاتړ غوښتنه وکړه. دوی وویل، نن افغان ښځې له ټولنیزو، ښوونيز او اقتصادي جوړښتونو څخه تر بل هر وخت زیاتې منزوي شوې دي.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

