د افغانستان د ولسي جرګې پخوانۍ غړې فوزیه کوفي په ژنو کې په یوه وینا کې ویلي، چې د منځني ختیځ د تحولاتو تر سیوري لاندې باید د افغان ښځو ناورین هېره نه شي. کوفي نن چهارشنبه، د چنګاښ په ۴مه، پر اکس پاڼه لیکلي چې یو شمېر ژمنو ښځو او نارینهوو د ژنو له دفتر سره په همکارۍ د ښځو پر وړاندې د تبعیض د لهمنځه وړو کنوانسیون (CEDAW) ته یو راپور وړاندې کړی دی.نوموړې زیاته کړې: «طالبانو د خپلتعریف شوي سرکوب له لارې د افغانستان د ښځو او نجونو څلور کلن ژوند تښتولی دی.»فوزیه کوفي له هغو هېوادونو لکه جرمني، کاناډا، استرالیا او هالند وغوښتل چې ژر تر ژره د نړیوالې محکمې (ICJ) له لارې، د ښځو پر وضعیت تمرکز وکړي او خپل حقوقي ګامونه پیل کړي.د ښځو پر وړاندې د تبعیض د لهمنځه وړو کنوانسیون (CEDAW) چې افغانستان همیې غړی دی، پر دولتونو مکلفیت لګوي چې د ښځو برابر حقوق تضمین کړي.د دغه کنوانسیون کمېټې ته د راپور وړاندې کول د غړیو هېوادونو د ښځو د وضعیت د ارزونې یوه برخه بلل کېږي.یاد شوي څلور هېوادونه د تېر میلادي کال په نومبر میاشت کې ژمنه کړې وه چې د طالبانو پر ضد به د نړیوالې محکمې له لارې قانوني ګام پورته کړي.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

