د رواداري په نوم د بشري حقونو سازمان په یوه تازه راپور کې د طالبانو له لوري د افغان مېرمنو لهخوا د شویو زورزياتي، توهینونو او سپکاوي اړوند د زړهبوږنوونکو حقیقتونو پرده پورته کړې ده.دا راپور، چې د جون ۲۰۲۵ په میاشت کې خپور شوی او د ۳۴ کسانو له جملې څخه د ۷ مېرمنو له مرکې پر بنسټ جوړ شوی، ښيي چې ګڼې ښځې د مدني فعالیت، اعتراضي حرکتونو او د انساني حقونو د دفاع له امله نیول شوې، وهل شوې او له سیستماتیکو سپکاویو سره مخ شوې دي.یوه ښځینه بندی شوې ویلي: «موږ یې دورې وهلو، یخ اوبهیې راباندې تویولې، کله به چې بېهوښه شوم، بیا یې زورزياتی یې کول تر څو غلي شو.»د راپور له مخې، ډېری ښځو ته اړین ښځو وسایل، درمل، پاکې اوبه او خواړه نهورکول کېدې. یو شمېر ښځو ویلي چې د حیض پر مهال له وینې ډکو جامو کې ساتل کېدې او د طالبانو له لوري پرې ملنډې وهل کېدې.یوه مېرمن روایت کوي: «ویې ویل څه ته وایي حیض؟ ما ورته وویل ناروغه یم، نوار غواړم، وخندل.»په راپور کې ویل شوي چې د طالبانو استخباراتي کارکوونکو د اعتراف اخیستو یا د تفریح لپاره له زورزياتي، د سترګو او لاسونو تړلو، وهلو، د نوکانو ایستلو، د سر پلاستیکي پټۍ کولو، برقي شاک او جنسي شکنجې کار اخیستی دی.یوه بله ښځه چې د اعتراضي لاریون له امله نیول شوې، ویلي: «زهیې ووهلم، په یخو اوبو یې ومینځلم، او چیغې مې وهلې، خو دوی ویل موږ ښځې د نورو لپاره عبرت ورکوو.»د راپور له مخې، ټولو مېرمنو پرته له محاکمې بند ته اچول شوې، وکیل تهیې لاسرسی نهدرلود، او آن کورنیو تهیې هم د بند په اړه معلومات نهورکول کېدل. په دوو پېښو کې کورنیو ته ویل شوي وو: «لور مو له یوه سړي سره تښتېدلې»، څو حقیقت پټ وساتل شي.سازمان له نړیوالې ټولنې، په ځانګړي ډول له ملګرو ملتونو، غوښتي چې نور چوپ پاتې نهشي او طالبان د جنسیتي آپارتاید له امله مسوول وپېژني.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

