راوی زن پشتو
پنج‌شنبه 1 اسد 1405
فارسی
EN
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • افغانستان
    • نړۍ
  • راپورونه
    • څیړنیز راپورنه
  • سپړنې
  • مرکې
  • روایتونه
  • کلتور او هنر
    • کیسې
    • شعر
    • ادب
    • تجسمي هنرونه
  • سپورټ
  • ملټي میډیا
    • فلم
    • انځور
    • غږ
  • کالمونه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • افغانستان
    • نړۍ
  • راپورونه
    • څیړنیز راپورنه
  • سپړنې
  • مرکې
  • روایتونه
  • کلتور او هنر
    • کیسې
    • شعر
    • ادب
    • تجسمي هنرونه
  • سپورټ
  • ملټي میډیا
    • فلم
    • انځور
    • غږ
  • کالمونه
No Result
View All Result
راوی زن پشتو
No Result
View All Result

د افغانستان د ښځو د جلاوطنۍ خوځښت: زورزياتی زموږ لپاره يوه خاطره نه، بلکې يوه روانه او تلپاتې واقیعت ده

5 سرطان 1404
د افغانستان د ښځو د جلاوطنۍ خوځښت: زورزياتی زموږ لپاره يوه خاطره نه، بلکې يوه روانه او تلپاتې واقیعت ده

د جون ۲۶مه چې د زورزياتيو قربانیانو د نړیوال ملاتړ ورځ ده، د افغانستان د ښځو د جلاوطنۍ خوځښت په دې مناسبت يو پرېکړه‌لیک خپور کړی او ويلي يې دي چې زورزياتی د دوی لپاره يوازې يوه تېره خاطره نه، بلکې يوه فعاله او روانه واقیعت ده.په دې پرېکړه‌لیک کې ويل شوي، له طالبانو وروسته افغان ښځې يوازې د پوهې، د اعتراض غږ يا د آزادۍ د غوښتنې له امله د رواني، جنسي او فزیکي زورزياتيو تر ټولو سختو بڼو سره مخ شوي دي.د خوځښت په وينا، ډېرې ښځې د يادو دلایلو له امله نيول شوي، وهلې شوي، جنسي تېری پرې شوی، سپکاوی ورسره شوی، او حتی وژل شوې دي.په پرېکړه‌لیک کې زياته شوې، هغه ښځې چې له هېواده بهر دي هم له بله ډول زورزياتيو سره مخ دي: له جبري کمپونو، زورزياتو ایستلو، بې‌هويته توب، د پناه غوښتنې د رد وېره، او د کوربه هېوادونو له خوا له سيستماتيکې تبعيض او تحقير سره.د افغانستان د ښځو د جلاوطنۍ خوځښت، نړيواله ټولنه د دغو زورزياتيو پر وړاندې د چوپتيا مسؤله بللې او له هغو هېوادونو يې غوښتنه کړې چې په افغانستان کې يې پخوا رول درلود، بايد د بشري حقونو له تعهداتو سره ژمنتيا وښيي.دغه خوځښت له نړيوالو غوښتي چې د افغان ښځو پر ضد د جنايتونو دوسیې، په ځانګړي ډول د جمهوري نظام له سقوط وروسته، بيا پرانيزي.په پای کې پرېکړه‌لیک وايي: «زورزياتی يوازې انفرادي سلول نه دی؛ افغانه ښځه په خپل کور کې زورزياتی زغمي، په تېښته، په سرحد، او د نړۍ په چوپتيا کې. زورزياتی، هرچېرې او هر ډول چې وي، بايد پای ته ورسيږي.»

شیرتوییت

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر لوستل شوي

پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
خبرونه

پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي

22 عقرب 1404

د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...

Read more

یونیسف د اروپایي ټولنې په ملاتړ، په افغانستان کې د خوارځواکۍ ماشومانو پاملرنه پیاوړې کوي

بخښنې نړیوال سازمان: طالبان د افغان ښځو ژوند نه‌ زغمل کېدونکي خوب ته اړولی

طالبان د پنجشیر د نجونو د سواد زده‌ کړې ټولګي لغوه کړي دي

په پاکستان کې افغان کډوال: مه مو بېرته افغانستان ته استوئ

راوی زن پشتو

راوی زن یوه خپلواکه رسنۍ ده چې هڅه کوي په افغانستان او نړۍ کې د ښځو مسایل په ځانګړي لید سره تحلیل، کتنه او استازیتوب وکړي.

ټولي

  • افغانستان
  • تجسمي هنرونه
  • خبرونه
  • څیړنیز راپورنه
  • راپورونه
  • سپړنې
  • سپورټ
  • فلم
  • کالمونه
  • مرکې
  • ملټي میډیا
  • نړۍ

چټک لاسرسی

  • اړیکه
  • زموږ په اړه
  • اعلانونه
  • زموږ سره کار وکړئ

خبرنامه


  • اړیکه
  • زموږ په اړه
  • اعلانونه
  • زموږ سره کار وکړئ

© ۲۰۲۳ - ټول حقوق د راوی زن لپاره خوندي دي.

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • افغانستان
    • نړۍ
  • راپورونه
    • څیړنیز راپورنه
  • سپړنې
  • مرکې
  • روایتونه
  • کلتور او هنر
    • کیسې
    • شعر
    • ادب
    • تجسمي هنرونه
  • سپورټ
  • ملټي میډیا
    • فلم
    • انځور
    • غږ
  • کالمونه

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In