د نشهيي توکو پر ضد د نړیوالې ورځې په مناسبت، اروپايي ټولنې ویلي چې د افغانانو ملاتړ ته ژمنه ده څو د نشهيي توکو کچه راکمه او سالم راتلونکی جوړ کړي.دغې اتحادیې د چنګاښ په ۵مه په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، له همکارو بنسټونو سره یوځای هڅه کوي چې افغانانو ته بدیلې معیشتي لارې برابرې کړي.د طالبانو د شمېرو له مخې، دا مهال نږدې درې میلیونه افغانان په نشهيي توکو روږدي دي چې ۴۰ سلنه یې ښځې دي.نشهيي توکي د بېوزلۍ او بېکارۍ ترڅنګ د افغانستان له جدي ټولنیزو ستونزو څخه شمېرل کېږي.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

