روپايي ټولنې اعلان کړی چې د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) او د نشهیي توکو مخنیوي او جرمونو ضد دفتر (UNODC) له لارې به په افغانستان کې د نشهیي توکو د مخنیوي او رواني روغتیا د ښهوالي لپاره ۲۶ میلیونه یورو مرسته وکړي.د دې ټولنې استازولۍ په کابل کې د پنجشنبې، د چنګاښ ۵، په یوه پیغام کې ټینګار کړی چې دغه مرستې به زرګونه افغانان د نشهیي توکو او رواني ستونزو د مقابلې لپاره وړتیا ورکړي، څو هغوی د ټولنې او اقتصاد لپاره مؤثر پانګه وګرځي.اروپايي ټولنې له دې وړاندې هم د نشهیي توکو پر ضد د نړیوالې ورځې په مناسبت خپل ژمنه تکرار کړې وه چې د همکارو بنسټونو سره په ګډه به د نشهیي توکو د غوښتنې کمولو او په هېواد کې د دوامداره ژوند د جوړولو لپاره هڅې وکړي.دغه هڅې په داسې حال کې کېږي چې د طالبانو د شمېرو له مخې په افغانستان کې شاوخوا درې میلیونه کسان نشهیي توکو ته معتاد دي چې له دې ډلې ۴۰ سلنه یې ښځې دي، چې دا بحران د هېواد ټولنیز او اقتصادي روغتیا ته جدي ګواښ دی.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

