راوی زن پشتو
شنبه 19 ثور 1405
فارسی
EN
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • افغانستان
    • نړۍ
  • راپورونه
    • څیړنیز راپورنه
  • سپړنې
  • مرکې
  • روایتونه
  • کلتور او هنر
    • کیسې
    • شعر
    • ادب
    • تجسمي هنرونه
  • سپورټ
  • ملټي میډیا
    • فلم
    • انځور
    • غږ
  • کالمونه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • افغانستان
    • نړۍ
  • راپورونه
    • څیړنیز راپورنه
  • سپړنې
  • مرکې
  • روایتونه
  • کلتور او هنر
    • کیسې
    • شعر
    • ادب
    • تجسمي هنرونه
  • سپورټ
  • ملټي میډیا
    • فلم
    • انځور
    • غږ
  • کالمونه
No Result
View All Result
راوی زن پشتو
No Result
View All Result

ملګرو ملتونو: په افغانستان کې ۱۰ سلنه د نشه‌یي توکو کاروونکي ښځې دي او ډېرې یې له تریاکو کار اخیستی دی

5 سرطان 1404
ملګرو ملتونو: په افغانستان کې ۱۰ سلنه د نشه‌یي توکو کاروونکي ښځې دي او ډېرې یې له تریاکو کار اخیستی دی

د ملګرو ملتونو د نشه‌یي توکو او جرمونو ضد دفتر (UNODC) په یوه تازه راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې د نشه‌یي توکو د خطرناک استعمال کچه د اندېښنې وړ ده او مخ په زیاتېدو ده.د «د افغانستان د نشه‌یي توکو لیدلوري» تر سرلیک لاندې راپور، چې د ۲۰۲۵ کال د جون میاشتې په ترڅ کې خپور شوی، ښيي چې نشه‌یي توکي نه یوازې پراخ کارېږي، بلکې ښځې او ماشومان هم له جدي خطر سره مخامخ دي.په راپور کې راغلي، چې شاوخوا ۲۷ زره کسان په ۳۲ ولایتونو کې د «تودو سیمو» یا hotspots په نوم د نشه‌یي توکو خطرناک استعمال کوي، چې ۱۰ سلنه یې ښځې او ۸ سلنه ماشومان (له ۱۵ کلنۍ کم) دي.راپور ښيي، چې ډېری ښځې د نشه‌یي توکو له تریاکو پیل کوي، خو نارینه چرس یا محرک توکي کاروي. شاوخوا ۶۰ سلنه ښځې د خپلو کورنیو پر ملاتړ تړلي دي.همداراز، ۶۱ سلنه نارینه او ۳۰ سلنه ښځې په یوه وخت له څو ډوله نشه‌یي توکو کار اخلي، چې تریاک، شیشه او هیروئین تر ټولو زیات ګډ استعمالېږي.تریاک د ښځو لپاره تر ټولو زیان‌وړ توکی ګڼل شوی، وروسته شیشه او بیا هیروئین. دغه زیانونه روغتیایي، کورنۍ او حقوقي ستونزې رامنځته کوي.نږدې ۲۵۰۰ کسان د نشه‌یي توکو د تزریق له لارې کار اخلي، چې نیمايي یې استریل ستنې نه‌لري او تر ۷۵ سلنه زیات یې ستنې سره شریکوي.راپور ښيي، چې له هر ۱۰۰ ښځینه معتادانې یوه یې لږ تر لږه یو ځل نیول شوې، او دا نیونې ډېرې په کلیوالو سیمو او بې‌سرپناه کسانو کې ثبت شوي دي.یوازې ۲۹ سلنه ښځې تر اوسه درملنې ته تللي، په داسې حال کې چې د نارینه و لپاره دا شمېره ۵۳ سلنه ده.د ښځو درملنې پر وړاندې لوی خنډونه، د بدنامۍ وېره، د ښځو لپاره د ځانګړو مرکزونو نشتوالی، او موجودو مرکزونو کم‌کیفيت ښودل شوي دي.راپور زیاتوي، چې ډېری معتادې ښځې نه‌تعلیم‌یافته، کورنۍ مېرمنې یا بې‌سرپناه دي. ۷۵ سلنه یې له کورنۍ او خپلوانو سره اوسېږي، خو ۳۵ سلنه یې مخکې له واده کولو او بیا بیلې شوي دي.د هیروئینو میاشتنی مصرف شاوخوا ۳ زره افغانۍ (۴۱ ډالر) او د شیشې مصرف ۲۸۰۰ افغانۍ (۳۹ ډالر) اټکل شوی دی.ملګري ملتونه ټینګار کوي چې باید د ښځو لپاره ځانګړي درملنیز مرکزونه جوړ شي، د ماشومانو او ځوانانو لپاره د پوهاوي پروګرامونه پلي شي، او استریل ستنې برابرې شي.په پای کې، ملګري ملتونه خبرداری ورکوي، که بېړنی غبرګون وانه‌خېستل شي، نو افغانستان به له پراخې روغتیايي او ټولنیزې بحراني وضعې سره مخ شي.

شیرتوییت

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر لوستل شوي

پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
خبرونه

پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي

22 عقرب 1404

د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...

Read more

یونیسف د اروپایي ټولنې په ملاتړ، په افغانستان کې د خوارځواکۍ ماشومانو پاملرنه پیاوړې کوي

بخښنې نړیوال سازمان: طالبان د افغان ښځو ژوند نه‌ زغمل کېدونکي خوب ته اړولی

طالبان د پنجشیر د نجونو د سواد زده‌ کړې ټولګي لغوه کړي دي

په پاکستان کې افغان کډوال: مه مو بېرته افغانستان ته استوئ

راوی زن پشتو

راوی زن یوه خپلواکه رسنۍ ده چې هڅه کوي په افغانستان او نړۍ کې د ښځو مسایل په ځانګړي لید سره تحلیل، کتنه او استازیتوب وکړي.

ټولي

  • افغانستان
  • تجسمي هنرونه
  • خبرونه
  • څیړنیز راپورنه
  • راپورونه
  • سپړنې
  • سپورټ
  • فلم
  • کالمونه
  • مرکې
  • ملټي میډیا
  • نړۍ

چټک لاسرسی

  • اړیکه
  • زموږ په اړه
  • اعلانونه
  • زموږ سره کار وکړئ

خبرنامه


  • اړیکه
  • زموږ په اړه
  • اعلانونه
  • زموږ سره کار وکړئ

© ۲۰۲۳ - ټول حقوق د راوی زن لپاره خوندي دي.

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • افغانستان
    • نړۍ
  • راپورونه
    • څیړنیز راپورنه
  • سپړنې
  • مرکې
  • روایتونه
  • کلتور او هنر
    • کیسې
    • شعر
    • ادب
    • تجسمي هنرونه
  • سپورټ
  • ملټي میډیا
    • فلم
    • انځور
    • غږ
  • کالمونه

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In