د ملګرو ملتونو د پراختیایي برنامې (UNDP) ویلي چې د افغانستان په ګوټ ګوټ کې تر ۱۳۰ زره ډېرې کورنۍ اوس د څښاک پاکو اوبو او د اقلیمي بدلونونو سره سمون لرونکو اوبو رسولو تأسیساتو ته لاسرسی لري.دا خبر د پنجشنبې په ورځ، د چنګاښ په ۵مه، د ملګرو ملتونو له خوا خپور شوی، چې پکې ویل شوي دغه پرمختګ د «بیړنیو پراختیایي نوښتونو» د پروژې پایله ده، کومه چې د اوبو د بحران د کمولو او بنسټیزې بیارغونې لپاره په ځینو زیانمنو ولایتونو کې پلي شوې ده.د دې پروګرام له مخې، تر ۸۰ ډېر د اوبهلګولو کانالونه او ۱۰ د سیلابونو کنټرول بندونه جوړ یا ترمیم شوي، چې له امله یې شاوخوا ۲۸ زره هکتاره کرنیزه ځمکه د اوبهلګولو وړ شوې ده. همداراز، د لمریز پمپونو نصب او د باراني اوبو د زېرمه کولو سیسټمونه د دې پروژې له نوښتونو څخه بلل شوي دي.په قندهار، زابل او ننګرهار ولایتونو کې د کاریزونو بیارغونه او د نوو بنسټیزو جوړېدلو نه یوازې کرنيزې ځمکې بیا را ژوندي کړي، بلکې د خلکو د ژوند معیشت یې ښه کړی، کډوال یې راکم کړي او ټولنې یې د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې پیاوړې کړې دي.که څه هم د دې پروګرام رسمي موده پای ته رسېدلې، خو ملګري ملتونه ټینګار کوي چې د دې پروژې سیمې محور او یوپارچه کړنلاره به د نورو پراختیایي فعالیتونو له لارې هم دوام ومومي، څو په افغانستان کې ټولپراخ او تلپاتې پرمختګ ته لاره هواره شي.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

