په لندن کې د ښځو د حقونو او بشر حقونو د شاوخوا ۵۰ مخکښو فعالانو په یوه نړیواله غونډه کې ټینګار شوی چې په افغانستان کې د ښځو پر ضد د جنسیتي اپارتاید پر وړاندې باید ګډ نړیوال اقدام وشي.یاده غونډه چې د «په افغانستان کې د جنسیتي اپارتاید پر ضد د نړیوال اقدام همغږي» تر سرلیک لاندې جوړه شوې وه، د افغان ښځو سره د نړیوالې خواخوږۍ یو غږ شو، هغو ښځو چې د طالبانو تر واک لاندې له سیستماتیک تبعیض، سیاسي ځپنې او پراخو بندیزونو سره مخ دي.ملاله یوسفزۍ، آریانا سعید او هیدر بار له هغو کسانو څخه وو چې په دې غونډه کې یې وینا وکړه او روان وضعیت یې نه یوازې یو بشري بحران، بلکې د «نړیوال جرم» نښه وبلله. دوی غوښتنه وکړه چې نړیواله ټولنه دې په افغانستان کې روان وضعیت د «جنسیتي اپارتاید» په توګه وپیژني او طالبان دې نړیوالو قوانینو ته ځواب ورکړي.د غونډې په پای کې په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې هېڅ د سولې بهیر یا سیاسي پرېکړه د افغان ښځو له فعاله او مساوي ګډون پرته مشروع نه ده.همداراز له اسلامي هېوادونو غوښتنه وشوه چې د ښځو د حقونو د نقض پر وړاندې دې څرګند او بېتعارف دریځ ونیسي.د غونډې ګډونوالو د ښځو د حقونو مدافعانو د ملاتړ، د سرغړونو د مستند جوړونې، مالي او سیاسي ملاتړ، او د پوهاوي بښونکو پروګرامونو او رسنیزو هڅو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

