د کډوالو نړیوال سازمان (IOM) ویلي، یوازې په یوه اوونۍ کې له ایران څخه له ۸۸ زره ډېر بېاسناد افغانان افغانستان ته ستانه شوي دي؛ دا شمېر د اندېښنې وړ دی او ښيي چې د راستنېدو بهیر لا هم چټک روان دی.یاد سازمان وايي، ډېری راستنېدونکي کورنۍ دي چې د لومړنیو خدمتونو له نشتوالي سره په بحراني حالت کې بېرته هېواد ته ستانه شوي دي.سره له دې، د مرستې رسولو ادارو یوازې ۱۱ سلنه راستنېدونکو ته رسیدنه کړې ده.IOM ټینګار کړی چې د مالي سرچینو د کمښت له کبله ټولو اړمنو ته د بشري او ملاتړ خدمتونه برابرول امکان نه لري.دغه سازمان له نړیوالې ټولنې غوښتي چې بیړنۍ مالي مرسته برابره کړي څو د کډوالو د بحران ځواب ویلو وړتیا لوړه شي.په همدې موده کې، د جون په لومړیو دوو اوونیو کې هم له ایران څخه شاوخوا ۷۱ زره نور افغانان راستنېدلي چې ۹۱ سلنه یې قانوني اسناد نه درلودل.په ورته وخت کې، د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) او نور نړیوال بنسټونه هڅه کوي چې د بیړنیو روغتیايي خدمتونو، واکسین کولو او لومړنیو روغتیايي پاملرنو له لارې راستنېدونکو ته مرسته ورسوي.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

