د «ملګرو ملتونو د ښځو» ادارې د ۲۰۲۴ کال د افغانستان د جنسیتي احصایې په راپور کې چې د اروپايي ټولنې په ملاتړ چمتو شوی، ویل شوي چې افغانستان د ښځو د ځواکمنتیا او جنسیتي برابرۍ له نړیوالو معیارونو څخه په لوړه کچه توګه شاته پاتې دی.د ملګرو ملتونو د ښځو اداره د چنګاښ په ۶مه په خپاره کړي راپور کې ویلي چې نژدې ۸۰ سلنه د افغان ځوانو نجونو نه زده کړه کوي، نه کار لري او نه په کومو ښوونیز یا مسلکي پروګرامونو کې برخه لري.په راپور کې راغلي چې دا مهال په طالبانو حکومت کې په کابینه او ځایي ادارو کې هېڅ ښځه حضور نه لري.دغه اداره زیاتوي چې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د ۲۰۲۱ کال د اګست راهیسې تر ۸۰ زیات فرمانونه او لارښوونې صادرې شوي چې د ښځو ازادۍ او حقونه یې محدود کړي دي. د دې بندیزونه له مخې نجونې تر شپږم ټولګي وروسته ښوونځي ته د تګ اجازه نه لري، له ډېرو دندو محرومې دي او پارکونو، ورزشي کلبونو او نورو تفریحي ځایونو ته لاسرسی نه لري.سره له دې بندیزونو، افغان ښځې د دې بندیزونو پر وړاندې ولاړې دي. د ختیځ افغانستان په نورستان ولایت کې د ملګرو ملتونو د ښځو دفتر د سواد زده کړې پروګرامونه پیل کړي دي. د دې نوښت په ترڅ کې ۱۳۰ د کلیو د سواد زده کړې کمیټې جوړې شوي څو په لرې پرتو سیمو کې، په ځانګړي ډول په زیانمنو ټولنو کې ښځې او نجونې زده کړې ته لاسرسی ومومي.په راپور کې ویل شوي چې افغان ښځې لا هم فعاله دي او په بېلابېلو برخو لکه بشري چارو، خبریالۍ او وړو سوداګریو کې رول لري. د ملګرو ملتونو د ښځو اداره وايي چې له افغان ښځو او نجونو سره به ولاړه پاتې شي، د هغوی معیشت ته به ملاتړ برابر کړي، د بحرانونو په وړاندې به مرسته وکړي او د هغوی غږ به په نړیواله کچه پورته ساتي.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

