د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې په یوه تازه راپور کې د افغانستان د ښځو وضعیت د نړۍ له سترو بشري کړکیچونو څخه بللی دی.په دې راپور کې، چې د اروپايي ټولنې په مرسته چمتو شوی، ویل شوي چې له ۸۰ سلنې ډېرې افغان ښځې او ځوانې نجونې له زدهکړو، کار او مسلکي مهارتونو بېبرخې پاتې دي.دا شمېرې د برابر فرصتونو د جوړښت نړېدل او په ټولنه کې د بنسټونو کمزوري کېدل ښيي.دا نړیوال بنسټ ټینګار کړی چې له ۲۰۲۱ کال د اګست راهیسې د طالبانو له واکمنېدو وروسته ښځې په بشپړ ډول له دولتي چارو ایستلې شوې دي؛ له مهمو حکومتي ادارو نیولې تر سیمهییزو دفترونو پورې ښځو ته هېڅ ځای نه دی پاتې شوی.د راپور موندنې ښيي چې د طالبانو له خوا تر اتیا ډېر بندیزونه لګول شوي دي چې موخه یې د ښځو د آزادۍ، تګ راتګ او خپلواکۍ محدودول دي.په دې بندیزونو کې د شپږم ټولګي پورته د نجونو د زده کړو بندیز، په ډېرو ادارو کې د ښځو د کار کولو مخنیوی او پارکونو، ورزشي میدانونو او تفریحي ځایونو ته د ښځو د ورتګ بندیز شامل دي.سره له دې فشارونو، ملګري ملتونه وايي چې افغان ښځې لا هم مقاومت کوي او د هیلې ځینې بېلګې یې روښانه کړي دي.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

