په پاریس پورې اړوند کلمب ښار کې یو ورزشي مرکز د افغانستان د پاراتکواندو لوبغاړې ذکیه خدادادي په نوم ونومول شو.دا پرېکړه د دغه ښار د ځایي چارواکو له خوا شوې او د خدادادي د ګډون په مهال په یوه رسمي غونډه کې اعلان شوه.آغلې خدادادي د شنبې په ماښام (د چنګاښ په ۷مه) په ټولنیزو رسنیو کې د دې نومايښودنې خبر له خپلو انځورونو سره خپور کړ. د هغې په وینا، دا سالون نه یوازې د سپورټ د تمرین ځای دی، بلکې د ښځو او کډوالو د نوې راتلونکې د جوړولو د ونډې یوه نښه هم ګڼل کېږي.ذکیه خدادادي چې مخکې یې د نړیوال المپیک د کډوالو لوبډلې لپاره د تاریخ لومړنۍ مډال ګټلې وه، سږ کال یې د ریو ډي جینیرو د پاراتکواندو په ازادو سیالیو کې د برونزو مډال هم ترلاسه کړ.هغې سږ کال د مارچ په میاشت کې د نړیوال پارالمپیک کمېټې له خوا د نړیوالې ښځې ورځې د راټوکېدونکي رهبرۍ جایزه هم ترلاسه کړې وه.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

