ملګرو ملتونو په خپل وروستي راپور کې ويلي چې د ۲۰۲۵ د مارچ له ۲۰مې نېټې تر اوسه پورې له ایران څخه له ۶۴۰ زرو څخه ډېر افغانان يا په زور يا په خپله خوښه بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي. له دې ډلې څخه، تر ۳۶۶ زره ډېر کسان چې پناه غوښتونکي او ورته وضعیت لرونکي دي، د ایران له لوري ایستل شوي دي.د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) د معلوماتو له مخې، د جون په ۲۶مه تر ټولو ډېره ستنېدنه ثبت شوې ده چې نږدې ۳۶ زره او ۱۰۰ تنه دي. له جون د ۱۳مې راهیسې د ورځنیو ستنېدنو بهیر زیات شوی چې د مرستندویه ادارو اندېښنه یې راپارولې ده.عرفات جمال، چې په کابل کې د UNHCR استازی دی، د افغانستان او ایران له پوله د لیدنې پر مهال وویل: «افغانې کورنۍ یو ځل بیا بې ځایه شوې دي. هغوی له لږو سامانونو سره، ستړي، وږي او په وېره کې هغه هېواد ته داخلېږي چې ډېری یې هېڅکله پکې ژوند نهدی کړی. د ښځو او نجونو اندېښنه ډېره ده، ځکه چې له زدهکړو، کار او د تګ راتګ له ازادۍ د احتمالي محرومیت وېره لري.»د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، یوازې په ۲۰۲۵ کال کې له ایران او پاکستان څخه تر ۱.۲ میلیونه ډېر افغانان بېرته هېواد ته ستانه شوي یا په زور ایستل شوي دي؛ چې دا شمېر د هېواد بشري وضعیت لاپسې خراب کړی دی. د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې اوس مهال د افغانستان له نیمایي ډېر خلک پر بشري مرستو پورې تړلي دي.ښاغلي جمال ټینګار وکړ: «موږ باید ژر لاس په کار شو. یوازې بیړنۍ مرستې بسنه نهکوي. د دوامدار بېرته منلو لپاره بېړنۍ اړتیا ده چې سرچینې او اوږدمهاله ملاتړ برابر شي. پرته له دې به د بېثباتۍ او بېځایه کېدو کړۍ دوام ومومي.»UNHCR له سیمهییزو هېوادونو غوښتي چې د ستنېدنې د داوطلبانه، خوندي او له درناوي ډکې اصل درناوی وکړي او ټینګار یې کړی چې د افغانانو پر زور ایستل نهیوازې دایمي حل نهدی، بلکې د سیمې د لا ډېرو بېثباتیو لامل کېدای شي.سره له دې چې دا اداره د نورو ملګرو ملتونو ادارو او خپلو شریکانو سره د ستنېدونکو مرسته کوي، خو خبرداری ورکوي چې د ۲۰۲۵ کال لپاره د افغانستان د وضعیت د بسپنې یوازې ۲۳ سلنه بودیجه تأمین شوې ده.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

