راوی زن پشتو
جمعه 26 جدی 1404
فارسی
EN
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • افغانستان
    • نړۍ
  • راپورونه
    • څیړنیز راپورنه
  • سپړنې
  • مرکې
  • روایتونه
  • کلتور او هنر
    • کیسې
    • شعر
    • ادب
    • تجسمي هنرونه
  • سپورټ
  • ملټي میډیا
    • فلم
    • انځور
    • غږ
  • کالمونه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • افغانستان
    • نړۍ
  • راپورونه
    • څیړنیز راپورنه
  • سپړنې
  • مرکې
  • روایتونه
  • کلتور او هنر
    • کیسې
    • شعر
    • ادب
    • تجسمي هنرونه
  • سپورټ
  • ملټي میډیا
    • فلم
    • انځور
    • غږ
  • کالمونه
No Result
View All Result
راوی زن پشتو
No Result
View All Result

له دوغارون پورې هره ورځ اته زره افغان کډوال بېرته هېواد ته ستنېږي

9 سرطان 1404
له دوغارون پورې هره ورځ اته زره افغان کډوال بېرته هېواد ته ستنېږي

د ایران له لوري د افغان کډوالو د شړلو بهیر په شدت سره روان دی او د تایباد سیمه‌ییزو چارواکو ویلي چې هره ورځ په منځنۍ توګه اته زره ناقانونه افغان وګړي د دوغارون له سرحدي دروازې بېرته افغانستان ته لېږل کېږي.د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، د تایباد ولسوال حسین جمشیدي د افغانستان او ایران په پوله کې د خپل سفر پر مهال ویلي چې له دې کسانو څخه تر ۹۰ سلنې زیات هغه کسان دي چې خپله د بېرته ستنېدو لپاره اقدام کوي.د هغه په وینا، دا کسان یا خو د «خودمعرف» په توګه یا د ښارونو په کچه د چارواکو له خوا پېژندل کېږي او له قانوني پروسې وروسته افغانستان ته ستنېږي.شمیرو ښودلې چې یوازې په تېره یوه اوونۍ کې له دوغارون پولو څخه له ۹۵ زرو زیات افغان اتباع بېرته هېواد ته تللي دي.همدارنګه له ۲۰ زرو ډېر نور کسان په مستقیم ډول دې سرحدي دروازې ته ورغلي څو په قانوني توګه هېواد ته ستانه شي.د تایباد ولسوال ټینګار کړی چې دوغارون د ناقانونه افغان کډوالو د بېرته ستنېدو تر ټولو لویه پوله ګڼل کېږي او هره ورځ شاوخوا ۲۵۰ «ملي بس» موټرې له بېلابېلو ایراني ښارونو دغه کسان د صفر پولې نقطې ته رسوي.تایباد ولسوالي چې شاوخوا ۱۵۱ زره وګړي لري، له مشهد ښار څخه ۲۲۵ کیلومتره سوېل ختیځ کې پرته ده او له افغانستان سره ۹۰ کیلومتره ګډه پوله لري چې له اقتصادي او کډوالي پلوه ځانګړی اهمیت لري.تر دې وړاندې د ایران لوی څارنوال محمد موحدي‌آزاد هم ویلي وو چې ناقانونه بهرني اتباع باید ژر تر ژره ایران پرېږدي. د هغه په وینا، د ناقانونه افغانانو حضور د منلو وړ نه دی او باید په لنډ وخت کې له ایرانه ووځي.

شیرتوییت

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر لوستل شوي

پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
خبرونه

پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي

22 عقرب 1404

د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...

Read more

یونیسف د اروپایي ټولنې په ملاتړ، په افغانستان کې د خوارځواکۍ ماشومانو پاملرنه پیاوړې کوي

بخښنې نړیوال سازمان: طالبان د افغان ښځو ژوند نه‌ زغمل کېدونکي خوب ته اړولی

طالبان د پنجشیر د نجونو د سواد زده‌ کړې ټولګي لغوه کړي دي

په پاکستان کې افغان کډوال: مه مو بېرته افغانستان ته استوئ

راوی زن پشتو

راوی زن یوه خپلواکه رسنۍ ده چې هڅه کوي په افغانستان او نړۍ کې د ښځو مسایل په ځانګړي لید سره تحلیل، کتنه او استازیتوب وکړي.

ټولي

  • افغانستان
  • تجسمي هنرونه
  • خبرونه
  • څیړنیز راپورنه
  • راپورونه
  • سپړنې
  • سپورټ
  • فلم
  • کالمونه
  • مرکې
  • ملټي میډیا
  • نړۍ

چټک لاسرسی

  • اړیکه
  • زموږ په اړه
  • اعلانونه
  • زموږ سره کار وکړئ

خبرنامه


  • اړیکه
  • زموږ په اړه
  • اعلانونه
  • زموږ سره کار وکړئ

© ۲۰۲۳ - ټول حقوق د راوی زن لپاره خوندي دي.

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • افغانستان
    • نړۍ
  • راپورونه
    • څیړنیز راپورنه
  • سپړنې
  • مرکې
  • روایتونه
  • کلتور او هنر
    • کیسې
    • شعر
    • ادب
    • تجسمي هنرونه
  • سپورټ
  • ملټي میډیا
    • فلم
    • انځور
    • غږ
  • کالمونه

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In