د نړیوال پارلمانیزم د ورځې په مناسبت چې د جون پر ۳۰ نېټه نمانځل کېږي، ملګرو ملتونو او د بینالپارلماني ټولنې (IPU) د «جنسیتي برابرۍ، عمل تر عمله» تر شعار لاندې په قانون جوړونکو بنسټونو کې د ښځو د فعال حضور پر اړتیا ټینګار کړی دی. دا په داسې حال کې ده چې افغانستان د طالبانو تر واکمنۍ لاندې له سیاسي جوړښتونو کې د ښځو له بشپړ ګډون بې برخې دي.ملګرو ملتونو نن دوشنبه، د چنګاښ پر ۹مه په یوه راپور کې ویلي چې په وروستیو کلونو کې ډېری د IPU غړي هېوادونه هڅه کوي د قوانینو په بدلون، د ښځو د مهارتونو په لوړولو او د جنسیتي سهمیې په ټاکلو سره ښځو ته د سیاسي ګډون لاره هواره کړي. خو افغانستان په دې نړیوال بهیر کې شا ته تللی دی؛ ځکه د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته پارلمان منحل شوی او هېڅ ټاکنیز ولسي جوړښت، په تېره بیا د ښځو په ګډون، نه دی پاتې شوی.په داسې حال کې چې د بینالپارلماني ټولنې راپور ښيي چې په نړیواله کچه ښځې اوس په منځني ډول د پارلمانونو ۲۷.۲ سلنه څوکۍ لري، افغانستان یو له هغو لږو هېوادونو دی چې ښځې نه یوازې له پارلمان، بلکې له هر ډول رسمي سیاست څخه محرومې دي.ملګري ملتونه او د بینالپارلماني ټولنه، چې سږ کال د «د ښځینه پارلمانترانو فوروم» ۴۰مه کلیزه نمانځي، د پارلمانونو رول د ځوابویونکو، روڼو او ټولګډونو ټولنو په جوړولو کې مهم بولي او پر دې ټینګار کوي چې ښځې باید بېرته د قانون جوړونې په جوړښتونو کې برخه ولري.نړیواله پارلمانګرۍ ورځ هر کال د جون په ۳۰مه نمانځل کېږي. دا ورځ په ۲۰۱۸ کال کې د ملګرو ملتونو عمومي غونډې له لوري رسماً ومنل شوه. همداراز، په همدې ورځ په ۱۸۸۹ کال کې لومړۍ څو اړخیزه سیاسي اداره، یعنې د بینالپارلماني ټولنه (IPU) رامنځته شوه.ویل کېږي چې دا ورځ د دې لپاره نمانځل کېږي چې د پارلمانونو دنده او لار وارزول شي، په ځانګړې توګه په داسې وخت کې چې ډیموکراسي په ډېرو هېوادونو کې له استبدادي څپو، تړلو نظامونو او د خلکو د بېباورۍ له ګواښونو سره مخ ده.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

