د طالبانو د سرپرست حکومت د رسمي شمېرنو له مخې، یوازې د تېرې ورځې په اوږدو کې (۸ د چنګاښ) لږ تر لږه ۲،۹۹۷ افغان کورنۍ د ګاونډیو هېوادونو څخه افغانستان ته ستنې شوې دي.د طالبانو د کډوالو چارو وزارت وايي، دغه کورنۍ د بېلابېلو پولو له لارې هېواد ته دننه شوې دي.د باختر دولتي خبري آژانس د راپور پر بنسټ، ۱۲۲ کورنۍ د ننګرهار د تورخم له لارې، ۸۰ کورنۍ د کندهار سپین بولدک له لارې، ۴۳۳ کورنۍ د نیمروز د پل ابریشم له لارې، ۲ کورنۍ د پکتیکا د انگور اډې له لارې او ۲،۳۶۰ کورنۍ د هرات د اسلامقلعه له لارې بېرته هېواد ته ستنې شوې دي.د طالبانو د کډوالو چارو وزارت زیاتوي چې د ستنېدونکو شمېر په چټکۍ ډېر شوی دی او دوی د بېړنیو مرستو د وېش لپاره چمتووالی لري.خو د بشري حقونو ادارې او نړیوالې مرستندویه ټولنې له وړاندې خبرداری ورکوي چې ډېری راستنېدونکي کورنۍ له جدي ستونزو په ځانګړي ډول د سرپناه، د ژوندانه امکاناتو او ماشومانو د زدهکړې په برخه کې سره مخ دي.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

