د فرانسې خبري آژانس (AFP) د کډوالو نړیوال سازمان (IOM) له قوله راپور ورکړی چې د روان کال د جون په میاشت کې له ایران څخه تر ۲۳۰ زره ډېر افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي چې ډېری یې په جبري توګه ایستل شوي دي.دا پراخ څپېزه ستنیدنه په داسې حال کې ډېره شوې چې د ایران حکومت هغو افغان کډوالو ته چې قانوني اسناد نه لري، د ایستلو وروستۍ نېټه ټاکلې ده.د IOM د رسمي شمېرو له مخې، یوازې د جون له لومړۍ نېټې تر ۲۸مې پورې ۲۳۳٬۹۴۱ تنه له ایران څخه افغانستان ته راستانه شوي چې له دې شمېر څخه شاوخوا ۷۰ سلنه یې په زور ایستل شوي دي. د همدې میاشتې په وروستۍ اونۍ (۲۱ تر ۲۸ جون) کې د ستنېدونکو شمېر ۱۳۱٬۹۱۲ کسانو ته رسېدلی او په ځینو ورځو کې په یوه ورځ کې تر ۳۰ زره کسانو پورې راستانه شوي دي.فرانس پرېس خبري آژانس د هرات ولایت د اسلامقلعه د کډوالو د منلو مرکز څخه راپور ورکړی چې د مسافرو موټر یو په بل پسې له پوله تېرېږي او افغان کورنۍ چې ښځې، نارینه او ماشومان پکې دي، د لږو سامانونو سره هېواد ته راځي. دا ځل ډېری ستنېدونکي د تېر په څېر یوازې مجرد کسان نه، بلکې بشپړې کورنۍ دي.په راپور کې ویل شوي چې افغانستان چې د طالبانو له واکمنېدو څلور کاله وروسته لا هم له پراخې بېوزلۍ، لوړې بېکارۍ او اقتصادي ځنډ سره مخ دی، د دومره ډېرو ستنېدونکو د منلو او بېرته ادغام توان نه لري. ډېری دغو کسانو د استوګنې ځای، شتمني او مالي سرچینې نه لري.له دې سره سره، د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د ایران له سفیر سره په کتنه کې غوښتنه کړې چې د افغان کډوالو د تدریجي ستنیدو لپاره دې یو همغږی میکانیزم جوړ شي.نوموړي ټینګار کړی چې باید د کډوالو لپاره د «درناوي ډک» ستنیدو زمینه برابره شي.دا هم ویل کېږي چې په وروستیو کلونو کې له پاکستانه هم په زرګونو افغان کډوال په جبري توګه هېواد ته ایستل شوي چې د افغانستان روان بشري کړکېچ یې نور هم ژور کړی دی.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

