راوی زن پشتو
جمعه 22 حوت 1404
فارسی
EN
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • افغانستان
    • نړۍ
  • راپورونه
    • څیړنیز راپورنه
  • سپړنې
  • مرکې
  • روایتونه
  • کلتور او هنر
    • کیسې
    • شعر
    • ادب
    • تجسمي هنرونه
  • سپورټ
  • ملټي میډیا
    • فلم
    • انځور
    • غږ
  • کالمونه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • افغانستان
    • نړۍ
  • راپورونه
    • څیړنیز راپورنه
  • سپړنې
  • مرکې
  • روایتونه
  • کلتور او هنر
    • کیسې
    • شعر
    • ادب
    • تجسمي هنرونه
  • سپورټ
  • ملټي میډیا
    • فلم
    • انځور
    • غږ
  • کالمونه
No Result
View All Result
راوی زن پشتو
No Result
View All Result

ناروې د افغان راستنېدونکو د ملاتړ لپاره ۱۰ میلیونه کرون بشري مرسته ځانګړې کړه

9 سرطان 1404
ناروې د افغان راستنېدونکو د ملاتړ لپاره ۱۰ میلیونه کرون بشري مرسته ځانګړې کړه

د ناروې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د ګاونډیو هېوادونو څخه د افغان کډوالو د ستنېدو د زیاتېدونکي څپې په غبرګون کې یې له خپل بېړني بشري زېرمې څخه ۱۰ میلیونه ناروې کرون (NOK) د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) د پروګرامونو ملاتړ ته ځانګړې کړې ده.دغه وزارت په خپله اېکس پاڼه کې لیکلي چې دغه مالي مرسته به د راستنېدونکو افغانانو د زیاتېدونکو اړتیاوو د پوره کولو لپاره ولګول شي او په پام کې ده چې دا مرسته به په بیړنیو خدمتونو لکه د اوسیدلوځای، څښاک اوبو، روغتیایي پاملرنې او نغدي مرستو کې ولګول شي.د ناروې چارواکو ویلي چې هېواد یې د بشري ناورینونو په مهال د اړمنو خلکو ملاتړ ته ژمن دی او د افغانستان نازک وضعیت، په ځانګړي ډول د ایران او پاکستان څخه راستنېدونکو ښځو او ماشومانو ته بېړنۍ او دوامداره پاملرنه غواړي.د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، یوازې په ۲۰۲۵ کال کې تر ۱.۲ میلیونه ډېر افغانان له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته ستانه شوي یا په زور ایستل شوي دي، چې دا چاره په هېواد کې بشري وضعیت نور هم خراب کړی دی.د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې، دا مهال د افغانستان له نیمايي ډېر خلک په بشري مرستو پورې تړلي دي.د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري (UNHCR) د سیمې له هېوادونو غوښتي چې د کډوالو د «داوطلبانه، خوندي او باعزته» ستنېدو اصل رعایت کړي او ټینګار یې کړی چې پر افغان کډوالو د جبري ستنیدو فشار نه یوازې بې ثباته دی، بلکې په سیمه کې د لا ډېرو بې‌ثباتیو لامل کېدای شي.دغه اداره وايي چې اوسمهال د نورو ملګرو ملتونو ادارو او خپلو شریکانو په مرسته راستنېدونکو ته مرستې ورکوي، خو خبرداری ورکوي چې د ۲۰۲۵ کال لپاره د افغانستان د وضعیت د سمبالښت لپاره یوازې ۲۳ سلنه بودیجه برابرې شوې ده.

شیرتوییت

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر لوستل شوي

پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
خبرونه

پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي

22 عقرب 1404

د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...

Read more

یونیسف د اروپایي ټولنې په ملاتړ، په افغانستان کې د خوارځواکۍ ماشومانو پاملرنه پیاوړې کوي

بخښنې نړیوال سازمان: طالبان د افغان ښځو ژوند نه‌ زغمل کېدونکي خوب ته اړولی

طالبان د پنجشیر د نجونو د سواد زده‌ کړې ټولګي لغوه کړي دي

په پاکستان کې افغان کډوال: مه مو بېرته افغانستان ته استوئ

راوی زن پشتو

راوی زن یوه خپلواکه رسنۍ ده چې هڅه کوي په افغانستان او نړۍ کې د ښځو مسایل په ځانګړي لید سره تحلیل، کتنه او استازیتوب وکړي.

ټولي

  • افغانستان
  • تجسمي هنرونه
  • خبرونه
  • څیړنیز راپورنه
  • راپورونه
  • سپړنې
  • سپورټ
  • فلم
  • کالمونه
  • مرکې
  • ملټي میډیا
  • نړۍ

چټک لاسرسی

  • اړیکه
  • زموږ په اړه
  • اعلانونه
  • زموږ سره کار وکړئ

خبرنامه


  • اړیکه
  • زموږ په اړه
  • اعلانونه
  • زموږ سره کار وکړئ

© ۲۰۲۳ - ټول حقوق د راوی زن لپاره خوندي دي.

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • افغانستان
    • نړۍ
  • راپورونه
    • څیړنیز راپورنه
  • سپړنې
  • مرکې
  • روایتونه
  • کلتور او هنر
    • کیسې
    • شعر
    • ادب
    • تجسمي هنرونه
  • سپورټ
  • ملټي میډیا
    • فلم
    • انځور
    • غږ
  • کالمونه

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In