راوی زن پشتو
جمعه 16 اسد 1405
فارسی
EN
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • افغانستان
    • نړۍ
  • راپورونه
    • څیړنیز راپورنه
  • سپړنې
  • مرکې
  • روایتونه
  • کلتور او هنر
    • کیسې
    • شعر
    • ادب
    • تجسمي هنرونه
  • سپورټ
  • ملټي میډیا
    • فلم
    • انځور
    • غږ
  • کالمونه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • افغانستان
    • نړۍ
  • راپورونه
    • څیړنیز راپورنه
  • سپړنې
  • مرکې
  • روایتونه
  • کلتور او هنر
    • کیسې
    • شعر
    • ادب
    • تجسمي هنرونه
  • سپورټ
  • ملټي میډیا
    • فلم
    • انځور
    • غږ
  • کالمونه
No Result
View All Result
راوی زن پشتو
No Result
View All Result

د کډوالۍ نړيواله اداره: په جون مياشت کې له ايران څخه له ۲۵۶ زرو زيات افغان کډوال راستانه شوي دي

10 سرطان 1404
د کډوالۍ نړيواله اداره: په جون مياشت کې له ايران څخه له ۲۵۶ زرو زيات افغان کډوال راستانه شوي دي

د کډوالۍ نړيوالې ادارې (IOM) له ايران څخه د افغان کډوالو د بې‌سارې ستنېدنې په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ويلي يې دي چې د مالي سرچينو نشتوالی د دې بحران د سم ځواب مخه ډب کړې ده.د IOM د وروستيو شمېرو له مخې، يوازې د جون په مياشت کې له ايران څخه له ۲۵۶ زرو زيات افغان کډوال چې ډېری يې د قانوني اسنادو پرته وو، افغانستان ته ستانه شوي دي.د کډوالۍ نړيوالې ادارې عمومي مشرې امي پوپ ويلي دي: «د کډوالو دا اندازه ستنېدل، په ځانګړي ډول له پاکستان څخه د ورته څپې وروسته، پر اوسني کمزوري وضعیت سخت فشار اچولی دی. کورنۍ پرته له څه، يوازې له خپلو جامو سره هېواد ته راګرځي او بېړنۍ مرستې ته اړتيا لري. دا حالت د نړيوالې ټولنې پراخ او عاجل ځواب غواړي، ځکه افغانستان په خپله د دومره ستنېدونکو د سمبالولو توان نه لري.»د IOM د راپور له مخې، دا څپه له هغه وروسته پيل شوه چې د ايران حکومت د مارچ په شلمه نېټه (۲۰ د مارچ) ضرب‌الاجل وټاکه او په جون کې تر ټولو لوړې کچې ته ورسېده. يوازې د جون په ۲۵مه نېټه له ۲۸ زرو زيات کسان د افغانستان له پولو هيواد ته داخل شوي دي.د دې ادارې د شمېرنې له مخې، له ۲۰۲۵ کال د پيل راهيسې له ايران څخه له ۷۱۴ زرو زيات افغان کډوال راستنېدلي چې شاوخوا ۹۹ سلنه يې بې له اسنادو وو او ۷۰ سلنه په زور ايستل شوي دي.IOM خبرداری ورکړی چې د کورنيو په ډله‌ييزه توګه شړل يوه نوې او اندېښمنوونکې بدلون دی، ځکه وړاندې ډېری راستنېدونکي يوازې مجرد نارينه وو.د کډوالۍ نړيوالې ادارې يو ځل بيا ټينګار کړی چې د کډوالو ستنېدل بايد په خپله خوښه، خوندي، له انساني کرامت سره سم او د کوربه ټولنو د ظرفيت په پام کې نيولو سره ترسره شي. دغه اداره له نړيوالې ټولنې غوښتي چې د بشري بحران د لا ژورېدو د مخنيوي لپاره ژر تر ژره مالي ملاتړ او سيمه‌ييزه همغږي برابره کړي.

شیرتوییت

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر لوستل شوي

پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
خبرونه

پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي

22 عقرب 1404

د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...

Read more

یونیسف د اروپایي ټولنې په ملاتړ، په افغانستان کې د خوارځواکۍ ماشومانو پاملرنه پیاوړې کوي

بخښنې نړیوال سازمان: طالبان د افغان ښځو ژوند نه‌ زغمل کېدونکي خوب ته اړولی

طالبان د پنجشیر د نجونو د سواد زده‌ کړې ټولګي لغوه کړي دي

په پاکستان کې افغان کډوال: مه مو بېرته افغانستان ته استوئ

راوی زن پشتو

راوی زن یوه خپلواکه رسنۍ ده چې هڅه کوي په افغانستان او نړۍ کې د ښځو مسایل په ځانګړي لید سره تحلیل، کتنه او استازیتوب وکړي.

ټولي

  • افغانستان
  • تجسمي هنرونه
  • خبرونه
  • څیړنیز راپورنه
  • راپورونه
  • سپړنې
  • سپورټ
  • فلم
  • کالمونه
  • مرکې
  • ملټي میډیا
  • نړۍ

چټک لاسرسی

  • اړیکه
  • زموږ په اړه
  • اعلانونه
  • زموږ سره کار وکړئ

خبرنامه


  • اړیکه
  • زموږ په اړه
  • اعلانونه
  • زموږ سره کار وکړئ

© ۲۰۲۳ - ټول حقوق د راوی زن لپاره خوندي دي.

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • افغانستان
    • نړۍ
  • راپورونه
    • څیړنیز راپورنه
  • سپړنې
  • مرکې
  • روایتونه
  • کلتور او هنر
    • کیسې
    • شعر
    • ادب
    • تجسمي هنرونه
  • سپورټ
  • ملټي میډیا
    • فلم
    • انځور
    • غږ
  • کالمونه

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In