راوی زن پشتو
چهارشنبه 24 جدی 1404
فارسی
EN
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • افغانستان
    • نړۍ
  • راپورونه
    • څیړنیز راپورنه
  • سپړنې
  • مرکې
  • روایتونه
  • کلتور او هنر
    • کیسې
    • شعر
    • ادب
    • تجسمي هنرونه
  • سپورټ
  • ملټي میډیا
    • فلم
    • انځور
    • غږ
  • کالمونه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • افغانستان
    • نړۍ
  • راپورونه
    • څیړنیز راپورنه
  • سپړنې
  • مرکې
  • روایتونه
  • کلتور او هنر
    • کیسې
    • شعر
    • ادب
    • تجسمي هنرونه
  • سپورټ
  • ملټي میډیا
    • فلم
    • انځور
    • غږ
  • کالمونه
No Result
View All Result
راوی زن پشتو
No Result
View All Result

د نړيوال سره صليب او سرې مياشتې فدراسيون د ايران څخه د افغان راستنېدونکو لپاره د بېړنۍ نړيوالې مرستې غوښتنه وکړه

10 سرطان 1404
ناروې د افغان راستنېدونکو د ملاتړ لپاره ۱۰ میلیونه کرون بشري مرسته ځانګړې کړه

نړيوال د سره صليب او سرې مياشتې فدراسيون (IFRC) د افغان کډوالو د زياتې راستنېدنې له کبله خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړې او له نړيوالې ټولنې څخه يې د بېړنۍ مرستې غوښتنه کړې ده.د IFRC د راپور له مخې، د ۲۰۲۵ کال له پيل راهيسې تر اوسه له ايران څخه تر ۸۰۰ زرو زيات افغانان هېواد ته ستانه شوي دي. يوازې د جون په مياشت کې له اسلام‌قلعه پوله تر ۱۳۷ زرو زيات کسان بېرته افغانستان ته راستانه شوي دي چې ډېری يې ستړي، د خوړو، اوبو او مناسب اوسیدو ځاي پرته راځي.د IFRC د آسيا او ارام سمندر سيمې مشر الکساندر ماتیو د اسلام‌قلعه له پولې د ليدنې پر مهال ويلي: «دا موضوع هغومره جدي نه ده نیول شوې لکه چې پکار وه. دا خلک يوازې شمېرې نه دي، بلکې پلاران، ميندې، ماشومان او کورنۍ دي چې داسې هېواد ته ستنېږي چې خپله له سترو کړکېچونو سره مخ دی. اړينه ده چې له دوی سره د انساني کرامت پر اساس چلند وشي او د ژوند د بيا جوړونې لپاره مرسته وشي.»راپور ښيي چې دغه کورنۍ په ډېره ګرمه هوا (له ۴۰ درجې پورته) کې او له څو شخصي توکو سره پوله اوړي. په ماشومانو کې د خوارځواکۍ نښې ليدل کېږي او ميندې ډېرې ستړې او اندېښمنې دي.د فدراسيون په وينا، هره ورځ لږ تر لږه ۵۰۰ ناروغان چې ښځې، ماشومان او زاړه خلک پکې شامل دي، په ګرځنده کلينيکونو کې معاينه کېږي، خو د درملو او امکاناتو کمښت لا هم لویه ننګونه ده.راپور زياتوي چې ښځې او نجونې له زياتو بندیزونه سره مخ دي. د زده‌کړو، روغتيايي خدمتونو او امنيت ته لږ لاسرسی د دوی زيان‌منونکي نوره هم زياته کړې ده.ماتیو په پای کې خبرداری ورکړی: «د راستنېدونکو په شمېر کې د زياتوالي له امله پر لومړنيو خدمتونو او مرستندويه ادارو فشار ډېر شوی دی. اوس وخت دی چې دولتونه، خيريه بنسټونه او نړيواله ټولنه عملي ګامونه پورته کړي او جدي مرسته وکړي.»نړيوال د سره صليب او سرې مياشتې فدراسيون ټينګار کوي چې د راستنېدونکو کورنيو د ژوند بيا جوړونه مالي سرچينو، بېړنيو مرستو او اوږدمهالو ملاتړونو ته اړتيا لري، څو دوی وکولی شي په هيله او کرامت سره ښه راتلونکی ولري.

شیرتوییت

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر لوستل شوي

پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
خبرونه

پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي

22 عقرب 1404

د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...

Read more

یونیسف د اروپایي ټولنې په ملاتړ، په افغانستان کې د خوارځواکۍ ماشومانو پاملرنه پیاوړې کوي

بخښنې نړیوال سازمان: طالبان د افغان ښځو ژوند نه‌ زغمل کېدونکي خوب ته اړولی

طالبان د پنجشیر د نجونو د سواد زده‌ کړې ټولګي لغوه کړي دي

په پاکستان کې افغان کډوال: مه مو بېرته افغانستان ته استوئ

راوی زن پشتو

راوی زن یوه خپلواکه رسنۍ ده چې هڅه کوي په افغانستان او نړۍ کې د ښځو مسایل په ځانګړي لید سره تحلیل، کتنه او استازیتوب وکړي.

ټولي

  • افغانستان
  • تجسمي هنرونه
  • خبرونه
  • څیړنیز راپورنه
  • راپورونه
  • سپړنې
  • سپورټ
  • فلم
  • کالمونه
  • مرکې
  • ملټي میډیا
  • نړۍ

چټک لاسرسی

  • اړیکه
  • زموږ په اړه
  • اعلانونه
  • زموږ سره کار وکړئ

خبرنامه


  • اړیکه
  • زموږ په اړه
  • اعلانونه
  • زموږ سره کار وکړئ

© ۲۰۲۳ - ټول حقوق د راوی زن لپاره خوندي دي.

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • افغانستان
    • نړۍ
  • راپورونه
    • څیړنیز راپورنه
  • سپړنې
  • مرکې
  • روایتونه
  • کلتور او هنر
    • کیسې
    • شعر
    • ادب
    • تجسمي هنرونه
  • سپورټ
  • ملټي میډیا
    • فلم
    • انځور
    • غږ
  • کالمونه

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In