د افغانستان د مدني ټولنې او خبریالانو ملاتړ سازمان چې په جلاوطنۍ کې فعالیت کوي، له ایران څخه د افغان کډوالو د شړلو د شدت په اړه ژوره اندېښنه ښودلې او د خبریالانو د نړیوالو ملاتړو او ملګرو ملتونو پر چوپتیا نیوکه کړې ده.د دغه سازمان مسؤل نوید عزیزی «راوي زن» ته ویلي: «موږ په ایران کې د افغان کډوالو له سخت وضعیت څخه اندېښمن یو او له ایران څخه د جبري اخراج د ژر تر ژره درولو غوښتونکي یو. نړیواله ټولنه باید د کډوالۍ له کړکېچه سره د مقابلې لپاره عملي ګامونه واخلي.» عزیزی ټینګار کړی چې د انسان کرامت او بشري حقونه باید له پامه ونه غورځول شي. هغه زیاتوي: «ملګرو ملتونو تر اوسه خپلو ژمنو ته عمل نهدی کړی. د کډوالو عالي کمېشنري یوازې د وضعیت ننداره کوي او د دغو خلکو د نیولو او شړلو د مخنیوي لپاره کوم اغېزمن ګام نهدی پورته کړی.»د عزیزي په وینا، له ۲۰۲۱ کال راپدېخوا چې افغانستان د طالبانو لاس ته ولوېد، له شپږ میلیونه ډېر افغانان چې ګڼ خبریالان او مدني فعالان هم پکې دي ایران ته تښتېدلي دي. خو د نړیوالو له ملاتړه بېبرخې پاتې شوي او اوس له رواني ستونزو او د ایستلو له خطر سره مخ دي.هغه وایي چې د ایران او اسرائیل ترمنځ د وروستیو کړکېچونو له کبله د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ بېسارې چټکه شوې ده: «ډېر نیول شوي کسان خبریالان، مدني فعالان، د بشري حقونو مدافعین، د بهرنیو ځواکونو پخواني همکاران او د پخواني حکومت مامورین دي چې له وېرې ایران ته تښتېدلي دي.»عزیزی خبرداری ورکړی چې د کډوالو جبري شړل نه یوازې د دوی وضعیت خرابوي، بلکې د سیمې بشري کړکېچ لا پسې ژوروي.هغه له نړیوالو ادارو غوښتنه وکړه چې په مسؤلانه توګه لاس په کار شي او د افغان کډوالو له ایستلو څخه مخنیوی وکړي.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

