راوی زن پشتو
پنج‌شنبه 1 اسد 1405
فارسی
EN
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • افغانستان
    • نړۍ
  • راپورونه
    • څیړنیز راپورنه
  • سپړنې
  • مرکې
  • روایتونه
  • کلتور او هنر
    • کیسې
    • شعر
    • ادب
    • تجسمي هنرونه
  • سپورټ
  • ملټي میډیا
    • فلم
    • انځور
    • غږ
  • کالمونه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • افغانستان
    • نړۍ
  • راپورونه
    • څیړنیز راپورنه
  • سپړنې
  • مرکې
  • روایتونه
  • کلتور او هنر
    • کیسې
    • شعر
    • ادب
    • تجسمي هنرونه
  • سپورټ
  • ملټي میډیا
    • فلم
    • انځور
    • غږ
  • کالمونه
No Result
View All Result
راوی زن پشتو
No Result
View All Result

«چېرته ولاړ شو؟»؛ دا د زرګونو له ایرانه را ستنو شويو کډوالو تر ټولو عامه پوښتنه ده

10 سرطان 1404
د کډوالۍ نړيواله اداره: په جون مياشت کې له ايران څخه له ۲۵۶ زرو زيات افغان کډوال راستانه شوي دي

تاج‌الدین ایواله، په افغانستان کې د یونیسف استازی وایي: «چېرته ولاړ شو؟» هغه پوښتنه ده چې د اسلام‌قلعه په پوله هر افغان کډوال یې له خولې باسي. ایواله د یونیسف په وروستي راپور کې ویلي چې: «تر ټولو ډېره پوښتنه مې له راستانه شويو واورېده، دا وه: چېرته ولاړ شو؟ هغوی له هېڅ شي پرته، ستړي، اندېښمن او بې‌سرنوشته هغه هېواد ته دننه کېږي چې نور ورته اشنا نه دی.»د راپور له مخې، یوازې د جون په میاشت کې له ایرانه د اسلام‌قلعه له لارې تر ۱۶۰ زره ډېر کسان افغانستان ته راستانه شوي دي، چې ځینې ورځو کې د ورځې تر ۲۰ زره کسانو پورې رسېدلي دي.په دوی کې تر ۵ زره زیات ماشومان داسې ثبت شوي چې بې له ملګري لویانو یا له کورنۍ بېل شوي دي؛ دا ماشومان یوازې یو ناڅرګند برخلیک ته ننوزي.په افغانستان کې د یونیسف استازي چې د اسلام‌قلعه له پوله لیدنه کړې، زیاته کړې ده: «دا خلک یوازې شمېرې نه دي، دوی میندې، پلرونه او ماشومان دي چې داسې وطن ته ستنېږي چې اوس ورته پردی شوی دی. دوی ستړي، بې‌قراره او سرګردانه دي.»یونیسف د IOM، UNHCR، WFP، WHO او OCHA په ګډون له خپلو همکارو ادارو سره یو ځای په اسلام‌قلعه کې روغتیایي پاملرنه، د څښاک اوبه، تغذیه، ماشومانو ته د ملګرو ځایونه او له بې‌ملګریو ماشومانو ملاتړ برابروي. خو د اړتیا لرونکو شمېر ورځ تر بلې زیاتېږي او شته سرچینې د روان بحران لپاره بسنه نه کوي.ایواله ټینګار کړی چې: «د دغو کورنیو سفر یوازې له پولې پیلېږي. دوی کومه معلومه موخه نه لري. د سرپناه، ژوند یا د ماشومانو د زدکړو هېڅ تضمین نشته.»په داسې حال کې چې افغانستان لا هم له اوږدمهالو بشري کړکېچونو سره مخ دی او هم‌مهاله له پاکستان او ایران څخه د کډوالو د راستنېدو لړۍ روانه ده، یونیسف او نړیوال شریکان بېړنۍ ۶۴.۴ میلیونه ډالره مرسته غوښتې چې د راستانه شويو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره پکې ملاتړ، تغذیه، اوسیدوځای، لومړني توکي، روغتیا او زده‌کړه برابره کړي.د دغو کسانو، په ځانګړي ډول د ماشومانو ستنېدل، که بې له چمتووالي وشي، ښایي په یوه «پټه بشري پېښه» بدل شي؛ یوه داسې فاجعه چې له یوې ساده خو درنې پوښتنې سره پیلېږي: «چېرته ولاړ شو؟» خو ځواب ورته نشته.

شیرتوییت

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر لوستل شوي

پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
خبرونه

پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي

22 عقرب 1404

د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...

Read more

یونیسف د اروپایي ټولنې په ملاتړ، په افغانستان کې د خوارځواکۍ ماشومانو پاملرنه پیاوړې کوي

بخښنې نړیوال سازمان: طالبان د افغان ښځو ژوند نه‌ زغمل کېدونکي خوب ته اړولی

طالبان د پنجشیر د نجونو د سواد زده‌ کړې ټولګي لغوه کړي دي

په پاکستان کې افغان کډوال: مه مو بېرته افغانستان ته استوئ

راوی زن پشتو

راوی زن یوه خپلواکه رسنۍ ده چې هڅه کوي په افغانستان او نړۍ کې د ښځو مسایل په ځانګړي لید سره تحلیل، کتنه او استازیتوب وکړي.

ټولي

  • افغانستان
  • تجسمي هنرونه
  • خبرونه
  • څیړنیز راپورنه
  • راپورونه
  • سپړنې
  • سپورټ
  • فلم
  • کالمونه
  • مرکې
  • ملټي میډیا
  • نړۍ

چټک لاسرسی

  • اړیکه
  • زموږ په اړه
  • اعلانونه
  • زموږ سره کار وکړئ

خبرنامه


  • اړیکه
  • زموږ په اړه
  • اعلانونه
  • زموږ سره کار وکړئ

© ۲۰۲۳ - ټول حقوق د راوی زن لپاره خوندي دي.

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • افغانستان
    • نړۍ
  • راپورونه
    • څیړنیز راپورنه
  • سپړنې
  • مرکې
  • روایتونه
  • کلتور او هنر
    • کیسې
    • شعر
    • ادب
    • تجسمي هنرونه
  • سپورټ
  • ملټي میډیا
    • فلم
    • انځور
    • غږ
  • کالمونه

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In