راوی زن پشتو
سه‌شنبه 26 عقرب 1405
فارسی
EN
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • افغانستان
    • نړۍ
  • راپورونه
    • څیړنیز راپورنه
  • سپړنې
  • مرکې
  • روایتونه
  • کلتور او هنر
    • کیسې
    • شعر
    • ادب
    • تجسمي هنرونه
  • سپورټ
  • ملټي میډیا
    • فلم
    • انځور
    • غږ
  • کالمونه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • افغانستان
    • نړۍ
  • راپورونه
    • څیړنیز راپورنه
  • سپړنې
  • مرکې
  • روایتونه
  • کلتور او هنر
    • کیسې
    • شعر
    • ادب
    • تجسمي هنرونه
  • سپورټ
  • ملټي میډیا
    • فلم
    • انځور
    • غږ
  • کالمونه
No Result
View All Result
راوی زن پشتو
No Result
View All Result

ملاله یوسفزۍ: د افغان ښځينه لوبغاړو پياوړتيا د طالبانو پر وړاندې د زړورتيا يوه بڼه ده

10 سرطان 1404
ملاله یوسفزۍ: د افغان ښځينه لوبغاړو پياوړتيا د طالبانو پر وړاندې د زړورتيا يوه بڼه ده

د نوبل د سولې جايزې ګټونکې او د نجونو د زده‌کړو نړيواله مدافع ملاله یوسفزۍ يو ځل بيا د افغانستان له ښځو ملاتړ څرګند کړی او له نړيوالو ورزشي بنسټونو يې غوښتي چې د افغان ښځينه لوبغاړو ملاتړ دې ډېر کړي.ملاله د CNN سره په ځانګړې مرکه کې ويلي: «کله چې افغان ښځينه لوبغاړو ته د لوبو اجازه ورکول کېږي، دا خپله د طالبانو پر وړاندې د مقاومت يوه بڼه ده.»هغې ټينګار کړی چې د فيفا او د نړيوال کرکټ شورا (ICC) په څېر ادارې بايد دغو ښځو ته د لوبو زمينه برابره کړي او له «ښځو مخالف نظام» سره په زړورتيا ودريږي.د طالبانو د واکمنۍ له بيا پيلېدو وروسته، په تېرو څلورو کلونو کې افغان ښځې له زده‌کړو، کار، ورزش او حتا له پارکونو او سپورتي مرکزونو محرومې شوې دي، چې ملاله او نور د بشر حقونو فعالان دا حالت «جنسیتي اپارتاید» بولي.په راپور کې ويل شوي چې د افغانستان د ښځينه فوټبال ملي لوبډله چې استراليا ته تللې، لا هم د رسمي ملي لوبډلې په توګه نه ده پېژندل شوې. ملاله دوه کاله وړاندې د فوټبال د نړيوال جام په څنډه کې د دغې لوبډلې له غړو سره کتلي وو او اوس له فيفا غواړي چې د دغې لوبډلې ملاتړ لپاره عملي ګامونه واخلي.هغې زياته کړې: «کله چې د ښځو فوټبال په نړيوال جام کې وځلېد او لوبغالي له خلکو ډک وو، د افغانستان يوه لوبډله شته چې لا هم په خپل هېواد کې نه شي لوبېدلی. دا رښتيا زړه ماتوي.»فيفا تېر مياشت د «د افغان ښځو فوټبال لپاره د ګام ستراتيژي» منظور کړې، خو دغه لوبډله لا هم د رسمي ملي ټيم په توګه نه ده پېژندل شوې. له بلې خوا، د نړيوال کرکټ شورا د افغان ښځينه لوبغاړو لپاره د مالي ملاتړ يو صندوق جوړ کړی دی.ملاله ويلي: «موږ له افغانستانه بهر ډېری کارونه کولی شو. هر ځل چې دا ښځې تمرين کوي يا لوبې کوي، په حقيقت کې د طالبانو پر وړاندې په زړورتيا درېږي. دا لوبې يوازې ورزش نه دی، بلکې زړورتيا او مقاومت دی.»هغې په پای کې له نړيوالو ادارو غوښتنه کړې چې د «بهانو» له راوړلو لاس واخلي او ټوله پاملرنه دې د دغو ښځو د ملاتړ او د هغوی د حق بابد ولیدل شي.

شیرتوییت

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر لوستل شوي

په افغانستان کې د کورنیو سرپرستې ښځې؛ له کار کولو محرومې او د شپې ډوډۍ په اندېښنه کې
راپورونه

په افغانستان کې د کورنیو سرپرستې ښځې؛ له کار کولو محرومې او د شپې ډوډۍ په اندېښنه کې

20 عقرب 1405

راپور ورکوونکې: صالحه امیري ماه‌ګل د هرات ولایت د انجیل ولسوالۍ اوسېدونکې ده. وروسته له هغه چې د هغې مېړه...

Read more

پنځه کاله له راتلونکي څخه لرې؛ د هغو نجونو کیسه چې د زده‌کړو په منځ کې پاتې شو

پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي

یونیسف د اروپایي ټولنې په ملاتړ، په افغانستان کې د خوارځواکۍ ماشومانو پاملرنه پیاوړې کوي

بخښنې نړیوال سازمان: طالبان د افغان ښځو ژوند نه‌ زغمل کېدونکي خوب ته اړولی

راوی زن پشتو

راوی زن یوه خپلواکه رسنۍ ده چې هڅه کوي په افغانستان او نړۍ کې د ښځو مسایل په ځانګړي لید سره تحلیل، کتنه او استازیتوب وکړي.

ټولي

  • افغانستان
  • تجسمي هنرونه
  • خبرونه
  • څیړنیز راپورنه
  • راپورونه
  • سپړنې
  • سپورټ
  • فلم
  • کالمونه
  • مرکې
  • ملټي میډیا
  • نړۍ

چټک لاسرسی

  • اړیکه
  • زموږ په اړه
  • اعلانونه
  • زموږ سره کار وکړئ

خبرنامه


  • اړیکه
  • زموږ په اړه
  • اعلانونه
  • زموږ سره کار وکړئ

© ۲۰۲۳ - ټول حقوق د راوی زن لپاره خوندي دي.

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • افغانستان
    • نړۍ
  • راپورونه
    • څیړنیز راپورنه
  • سپړنې
  • مرکې
  • روایتونه
  • کلتور او هنر
    • کیسې
    • شعر
    • ادب
    • تجسمي هنرونه
  • سپورټ
  • ملټي میډیا
    • فلم
    • انځور
    • غږ
  • کالمونه

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In