زلمی خلیلزاد، د افغانستان د سولې لپاره د امريکا پخواني استازي، د ايران له خوا د افغان کډوالو په زور ايستل «غيراخلاقي او غيرعادلانه» بللي او د دې کړنې د ژر بياکتنې غوښتنه کړې ده.خلیلزاد په خپل اکس کې لیکلي: «په دې وروستيو ورځو کې د ايران حکومت په زوره زرګونه افغان کډوال ايستلي دي. که څه هم رضا کارانه او قانوني ستنيدل توجيه کېدای شي، خو دا وخت د دې لپاره مناسب نه دی، او که مناسب هم وي، دا ډول بېړه او د افغانستان له چارواکو سره بې همغږۍ تېروتنه ده. زه دا کار غندم.»نوموړي د دواړو هېوادونو د کلتوري او تاریخي تړاوونو يادونه کړې او ويلي یې دي: «افغانان او ايرانان ګاونډيان دي، ورته کلتور لري، ګډ شاعرانه ميراث، ژبه او تاريخ لري او پېړۍ پېړۍ د يو شان امپراتوريو برخه وو.»هغه زياته کړې چې په تېرو ۵۰ کلونو کې ميليونونه افغانان په ايران کې ژوند او کار کړی دی: «ځيني د ايران له خوا سوريې ته د جګړې لپاره لېږل شوي دي. نن په ځينو رسنيو کې افغان کډوالو د اسرایيلو لپاره په جاسوسۍ تورن شوي دي. خو ايا واقعاً دا څومره امکان لري چې يو بې وزلی افغان کډوال دې د ايران د لوړ پوړو امنيتي چارواکو يا هستوي تاسيساتو په اړه موساد ته معلومات ورکړي؟»هغه ټينګار کړی چې که د کوم کس له لوري هم داسې همکاري شوې وي، بايد همغه څوک ونيول شي، نه دا چې زرګونه بې وسه او بې ګناه کډوال له هېواده وشړل شي.خلیلزاد زياته کړې: «ايران د يو خپلواک هېواد په توګه کولی شي چې د کډوالو د ستنولو پرېکړه وکړي، خو دا ستنيدنه بايد منظم، انساني او د افغانستان له اړوندو ادارو سره په همغږۍ کې وي، څو له بشري بحران څخه مخنیوی وشي.»په پای کې نوموړي غوښتنه کړې چې د ايران اسلامي جمهوريت دې د خپل ګاونډي هېواد افغانستان لپاره د بېنظم ایستلو پر ځای «د بېرته ستنولو، ټولنې ته د بيا ادغام او د ژوند د بيا رغولو يو پروګرام» برابر کړي؛ يو اقدام چې «د ښو ګاونډيتوب او انساني خواخوږۍ نښه» به وي.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

