ایراني رسنیو د نادر یاراحمدي، د ایران د اتباعو او بهرنیو کډوالو چارو د مرکز مشر په حواله لیکلي چې له روان لمریز کال راهیسې تر دې دمه، له ۵۰۰ زره زیات بېاسناده افغان کډوال په ټول هېواد کې نیول شوي او د میلک او دوغارون له بندرونو افغانستان ته ستانه شوي دي.یاراحمدي چې د دوغارون په پوله خبرې کولې، ټینګار وکړ چې د بېاسناده افغان کډوالو د ایستلو لړۍ به دوام وکړي او دا کار د خلکو جدي غوښتنه ده چې د خلکو او مسئول بنسټونو ګډ ملاتړ ته اړتیا لري.هغه زیاته کړه چې د ایران او افغانستان تر منځ دوه ګډ کاري ډلې جوړې شوي دي څو د ستنېدنې او سمبالتیا بهیر په ښه ډول همغږی کړي.بلخوا د کډوالو نړیوال سازمان (IOM) په خپل تازه راپور کې ویلي چې له سپټمبر ۲۰۲۳ څخه تر اپریل ۲۰۲۴ پورې، له ایران او پاکستانه تر ۲ میلیونه ۴۳۰ زره زیات افغان کډوال بیرته افغانستان ته ستانه شوي دي.د راپور له مخې، له دې ډلې څه باندې یو میلیون کسانو د بشري مرستو ګټه اخیستې ده.دغه مرستې د جاپان، بریتانیا، سویلي کوریا، اروپايي اتحادیې، ناروې، ملګرو ملتونو او یو شمېر نورو هېوادونو په مرسته برابرې شوې دي.د ملګرو ملتونو اړوند ادارو خبرداری ورکړی چې که دا بهیر همداسې دوام وکړي، ښايي تر ۲۰۲۵ کال پورې نور شاوخوا دوه میلیونه افغان کډوال هم له ایرانه وایستل شي چې دا کار به پراخ بشري، ټولنیز او اقتصادي اغېز ولري.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

