نصیراحمد فایق، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست، د ایران له خوا د افغان کډوالو د جبري ایستنې په اړه غبرګون کې ویلي چې دا بهیر دې سمدستي له سره وکتل شي او باید د انساني کرامت، اسلامي ارزښتونو، نېک ګاونډیتوب او نړیوالو حقونو په رڼا کې ترسره شي.فایق په خپله اکس پاڼه کې لیکلي چې له افغان کډوالو سره انساني او عادلانه چلند کولی شي د نوي بشري او امنیتي کړکېچ مخه ونیسي.هغه زیاته کړې: «هیله ده د ایران د اسلامي جمهوریت چارواکي د افغان کډوالو د ستنېدو په اړه د انساني کرامت، ګډو دیني ارزښتونو، نړیوالو ژمنو او نېک ګاونډیتوب اصولو ته پام وکړي او د هغو زیان منونکو کسانو د ایستنې په اړه چې پخواني امنیتي او دفاعي ځواکونه دي او د نیولو، سزا او انتقام له جدي ګواښ سره مخ دي، له سره کتنه وکړي.»دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې راپورونه د ایران له خاورې د افغان کډوالو د جبري ایستنې د زیاتېدو خبر ورکوي؛ یوه کړنه چې له پراخو کورنیو او نړیوالو غبرګونونو سره مخ شوې ده.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

