د افغان کډوالو د پراخ ستنېدو په دوام کې، د چهارشنبې په ورځ (۱۱ د چنګاښ) له ایران او پاکستانه تر پنځه زره ډېرې کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې دي.د طالبانو تر واک لاندې باختر آژانس د راپور له مخې، یوازې په یوه ورځ کې درې زره او ۸۵۰ کورنۍ د اسلامقلعه له لارې او یو زره او ۱۳۰ نورې کورنۍ د ابریشم پله له پولو افغانستان ته دننه شوې دي.دا دوه لارې د هېواد لویدیځ کې د کډوالو د ستنېدو له مهمو بندرونو څخه ګڼل کېږي.په همدې حال کې د هېواد له ختیځو پولو هم ویل شوي چې ۲۲۸ کورنۍ د تورخم او سپینبولدک له لارې د پاکستان څخه ستنې شوې دي.دا شمېرې داسې مهال خپرېږي چې نړیوالې ادارې څو ځله د ګاونډیو هېوادونو له خوا د افغان کډوالو پر وړاندې د فشارونو له ډېرېدو اندېښنه ښوولې او له چارواکو یې د دې راستنېدونکو د وضعیت د سملاسي ارزونې غوښتنه کړې ده.تر دې مخکې نصیراحمد فایق، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست، هم له ایران څخه د افغان کډوالو د جبري ایستنې په اړه د سمدستي بیاکتنې غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی چې باید د انساني کرامت، اسلامي ارزښتونو، نېک ګاونډیتوب او نړیوالو اصولو درناوی وشي.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

