د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان (AJSO) د ښځینه خبریالانو د حق غوښتنې کمېټې په یوه خبرپاڼه کې د افغان خبریالې ثنا عاطف لهخوا د «په خبریالۍ کې د زړورتیا» نړیوالې معتبرې جایزې ګټل هغې ته مبارک ویلي دي.په دې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا جایزه د افغان ښځینه خبریالانو د زړورتیا، ثبات او ریښتینولۍ څرګنده نښه ده، هغو ښځو چې په ډېرې سختۍ کې هم د حقیقت ویلو او پټ حقیقتونه رابرسیره کولو هڅې نه پرېږدي.د اعلامیې له مخې، ثنا عاطف چې د «زن ټایمز» د ښځینه خبریالانو ټیم غړې ده، د خپل مسلکي تعهد او بېسارې زړورتیا له لارې د افغان ښځو پیاوړی غږ نړیوالو ته رسولی دی.ثنا عاطف له ۲۰۲۲ کال راهیسې د ښځینه سرپرست کورنیو د ژوند، هغه نجونې چې په کوچنیوالي کې ودونه پرې کېږي، ښځې چې معیوبې دي او د میندو د مړینې په اړه راپورونه خپروي.«زن ټایمز» ویلي چې «دا جایزه یوازې د ثنا عاطف د کار ستاینه نه، بلکې د هغو ټولو درناوی دی چې د طالبانو تر واک لاندې هم له هڅو لاس نه اخلي.»یادونه ده چې دا جایزه هغو خبریالانو ته ورکول کېږي چې د ټابو موضوعاتو په اړه راپورونه ورکوي، په دښمنه چاپېریال کې د ښځو لپاره کار کوي او ستونزمن واقیعتونه له خلکو سره شریکوي.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

