له ۱۳۰۰ ډېر ټولنیز فعالان، خبریالان، هنرمندان، سینماوال او د ایران او افغانستان وګړي په یوه ګډه بیانیه کې د ایران له اسلامي جمهوریت غوښتنه کړې چې له افغان کډوالو سره دې غیرانساني چلندونه ژر تر ژره ودروي.په دغه بیانیه کې ویل شوي چې په وروستیو میاشتو کې په ایران کې د افغان ضدۍ څپه زور اخیستی او خپل لوړې کچې ته رسېدلې ده.لاسلیک کوونکو په نیونه، نیول کېدنه او له هېواده د ایستلو سخت او سپک کوونکي چلند ته په اشاره ویلي چې دا بهیر نه یوازې تازه را رسېدلي کډوال، بلکې هغه افغانتبار وګړي هم په نښه کړي چې له کلونو راهیسې په ایران کې مېشت دي او دغه هېواد یې خپل کور ګڼلی دی.لاسلیک کوونکو ټینګار کړی چې بېاساسه تورونه لکه «جاسوسي» ټولې افغان کډوالې ټولنې ته تړل کېږي، په داسې حال کې چې دوی د ټولنې تر ټولو زیان منونکي خلک دي او ډېری وخت قانوني اسناد هم لري.په دې لیک کې د ایران له وګړو غوښتنه شوې چې د دې بېعدالتیو پر وړاندې چوپ پاتې نشي او په انساني او اخلاقي ملاتړ سره د ظلم او بېعدالتۍ عادي کېدو مخه ونیسي.لیکوالانو خبرداری ورکړی چې د دې چلندونو دوام به د انساندوستۍ، عدالت غوښتنې او ازادۍ ارزښتونه له ګواښ سره مخ کړي.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

