د طالبانو سترې محکمې اعلان کړی چې څلور تنه، په کې یوه ښځه هم شامله ده، په فراه او ننګرهار ولایتونو کې د «نامشروع اړیکو، له کوره تېښته او زنا» په تور په دورو وهل شوي دي.د معلوماتو له مخې، دغه کسان د فراه ولایت په پشترود ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت په درهنور ولسوالۍ کې د طالبانو د محکمو لهخوا مجازات شوي دي.د دې محکمې په دوو جلا خبرپاڼو کې چې د سهشنبې په ورځ ( د چنګاښ ۱۰) خپرې شوې دي، ویل شوي چې هر یو تورن کس د ۳۰ تر ۳۳ درو پورې په علني ډول وهل شوی دی.په همدې حال کې، په فراه ولایت کې دوه تنه تورن کسان سربېره پر درو، د یو کال بند په سزا هم محکوم شوي دي.طالبانو دغه مجازات د شرعي حدودو د پلي کېدو برخه بللې ده.له هغه وخت راهیسې چې طالبان د ۲۰۲۱ کال په اګست کې بیا واک ته رسېدلي، په هېواد کې د علنیو او سختو سزاګانو راپورونه زیات خپاره شوي دي.دا ډله څو څو ځله کسان د بېلابېلو تورونو لکه غلا، زنا یا د «شرع خلاف چلند» په تور مجازات کړي او د علنیو درو وهلو او نورو حدودو پلي کېدل یې د خپل نظام له ارزښتونو ګڼلي دي.خو د بشر حقونو ملاتړ کوونکي بنسټونه په ځلونو د دغسې سزاګانو په اړه ژورې اندېښنې څرګندې کړې دي.نړیوالې ادارې لکه د ملګرو ملتونو سازمان ټینګار کوي چې دا ډول سختې سزاګانې، چې د عادلانه قضایي پروسې پرته ترسره کېږي، د نړیوالو بشري حقونو له معیارونو سره په ټکر کې دي.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

