د تهران والي وایي چې د غیرقانوني بهرنیانو د راټولولو او خپلو هېوادونو ته د بېرته لېږلو پراخ اقدامات پیل شوي دي او دا چارې د اجرایي، امنیتي ادارو او خلکو په همکارۍ ترسره کېږي.د ایرنا خبري آژانس د راپور له مخې، د تهران والي حسین خوشاقبال د پنجشنبې په ورځ (۱۲ د چنګاښ) وویل چې د تهران والیتوب د اړوند ارګانونو په مرسته داسې پلانونه پلي کوي چې له مخې یې بهرني کسان چې قانوني اسناد نه لري، پېژندل کېږي او د مراقبت کمپونو ته لېږدول کېږي.هغه ټینګار وکړ چې د دغو کسانو ستنول په منظم ډول او د قوانینو په چوکاټ کې ترسره کېږي.خوشاقبال زیاته کړه چې د کارکوونکو رول په دې برخه کې مهم دی او ویې ویل: «د کار قانون د ۱۲۰مې مادې له مخې، د بهرنیو وګړو پرته له کاري جوازه ګمارل غیرقانوني دي او سرغړونکي کارکوونکي جریمه کېږي.»ده وویل چې د عملي ګامونو ترڅنګ، د خلکو او کارکوونکو د پوهاوي لپاره روزنیزې او خبرتیايي هڅې هم کېږي څو د بهرنیانو په اړه د قانون او د غیرقانوني کاري ځواک د ګمارلو له برخلیک خبر شي.د تهران والي څرګنده کړه چې دا ګامونه د ټولنیزې امنیت د لوړوالي، د ښاریانو د حقونو د خوندیتوب او له احتمالي ناوړه استفادو د مخنیوي لپاره ترسره کېږي.هغه له ټولو اړوند ادارو د پراخې همکارۍ غوښتنه وکړه او له خلکو یې وغوښتل چې که د بهرنیانو د غیرقانوني حضور یا سرغړونې شاهدان وي، موضوع اړوندو ادارو ته راپور کړي.بلخوا، د افغان کډوالو د پراخ ستنیدو په دوام، د چهارشنبې په ورځ (۱۱ د چنګاښ) له ایران او پاکستان څخه تر پنځه زره زیاتې افغان کورنۍ هېواد ته ستنې شوې دي.د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر آژانس د راپور له مخې، یوازې په یوه ورځ درې زره ۸۵۰ کورنۍ د اسلامقلعه بندر له لارې او ۱۱۳۰ کورنۍ د پل ابریشم له لارې افغانستان ته ننوتي دي.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

