راوی زن پشتو
جمعه 22 جوزا 1405
فارسی
EN
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • افغانستان
    • نړۍ
  • راپورونه
    • څیړنیز راپورنه
  • سپړنې
  • مرکې
  • روایتونه
  • کلتور او هنر
    • کیسې
    • شعر
    • ادب
    • تجسمي هنرونه
  • سپورټ
  • ملټي میډیا
    • فلم
    • انځور
    • غږ
  • کالمونه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • افغانستان
    • نړۍ
  • راپورونه
    • څیړنیز راپورنه
  • سپړنې
  • مرکې
  • روایتونه
  • کلتور او هنر
    • کیسې
    • شعر
    • ادب
    • تجسمي هنرونه
  • سپورټ
  • ملټي میډیا
    • فلم
    • انځور
    • غږ
  • کالمونه
No Result
View All Result
راوی زن پشتو
No Result
View All Result

۴۳ زره افغانان په یوه ورځ کې له ایرانه هېواد ته ستانه شوي

14 سرطان 1404
۴۳ زره افغانان په یوه ورځ کې له ایرانه هېواد ته ستانه شوي

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) ویلي چې یوازې د جولای په لومړۍ نېټه له ایرانه تر ۴۳ زرو ډېر کسان افغانستان ته ستانه شوي دي؛ دا شمېر تر اوسه بې‌سارې دی او د پولو په وضعیت کې د بشري کړکېچ اندېښنې زیاتې کړې دي.دې ادارې ویلي چې له ایران څخه ستنېدنې د جون له ۱۳ نېټې وروسته په چټکۍ زیاتې شوې دي، په داسې حال کې چې د روان میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ورځنۍ ستنېدنې منځنی شمېر یوازې ۵ زره تنه و.د دې ادارې د معلوماتو له مخې، له روان کال راهیسې تر دې دمه له ۱.۴ میلیونه ډېر کسان افغانستان ته ستانه شوي یا پر ستنېدلو مجبور شوي دي چې له دې ډلې څخه تر یو میلیون ډېر یوازې له ایرانه راغلي دي. له پاکستانه هم یوازې د اپریل په میاشت کې شاوخوا ۱۵۰ زره تنه ستانه شوي دي.دا اداره خبرداری ورکوي چې په پولو کې یې امکانات د سخت فشار لاندې دي او کارکوونکي هره ورځ له ستړو، وږو او وېرېدلو خلکو سره مخ دي چې هڅه کوي د لومړنیو مرستو وېش، ګرمو خوړو او بېړنیو نغدي پیسو په ورکړه سره مرسته ورسره وکړي.کمیسارۍ ویلي که څه هم د پولو لپاره نور کارکوونکي ګمارل شوي دي، خو که دغه بهیر په همدې ډول دوام وکړي او بېړنۍ مرسته ورسره و نه شي، یوازې د څو اونیو لپاره به د مرستو وړتیا ولري.دغه اداره خبرداری ورکوي چې ډېری ستنېدنې په ستونزمنو حالاتو کې او د خلکو د خوښې خلاف کېږي. ډېری ستنېدونکي وایي چې د خپلو هېوادوالو د ایستلو په لیدو اړ شول چې خپله هم هېواد ته ستانه شي.په همدې حال کې د ستنېدونکو سره د تبعیض، ځورونې او جدي بندیزونه راپورونه هم خپاره شوي دي.ملګري ملتونه وایي د سیمې کوربه هېوادونو د افغانانو د وتلو لپاره ضرب‌الاجلونه ټاکلي چې دا کار د کډوالو وضعیت نور هم کړکېچن کړی دی. په داسې حال کې چې افغانستان خپله له ګڼو کړکېچونو سره مخ دی، دغه ستنېدنې کولی شي بشري او امنیتي ستونزې نورې هم ډېرې کړي.کمیسارۍ له سیمه‌ییزو هېوادونو غوښتي چې د ستنېدنې په بهیر کې دې د رضاکارانه توب، امنیت او انساني کرامت اصل ته درناوی وکړي او له جبري ایستنې دې ډډه وکړي.په پای کې، UNHCR له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې چې بېړنۍ او پراخې مالي مرستې برابرې کړي. دغه اداره د ستنېدونکو اړتیاوو د پوره کولو لپاره ۲۱۶ میلیونه ډالر ته اړتیا لري، خو تر اوسه یوازې ۲۸ سلنه بودجه ورته برابره شوې ده.کمیسارۍ وایي په دې حساس وخت کې د افغانستان خلک د نړۍ له ملاتړ پرته د ثبات، هیله او ښه راتلونکي هیله نشي لرلای.

شیرتوییت

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر لوستل شوي

پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
خبرونه

پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي

22 عقرب 1404

د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...

Read more

یونیسف د اروپایي ټولنې په ملاتړ، په افغانستان کې د خوارځواکۍ ماشومانو پاملرنه پیاوړې کوي

بخښنې نړیوال سازمان: طالبان د افغان ښځو ژوند نه‌ زغمل کېدونکي خوب ته اړولی

طالبان د پنجشیر د نجونو د سواد زده‌ کړې ټولګي لغوه کړي دي

په پاکستان کې افغان کډوال: مه مو بېرته افغانستان ته استوئ

راوی زن پشتو

راوی زن یوه خپلواکه رسنۍ ده چې هڅه کوي په افغانستان او نړۍ کې د ښځو مسایل په ځانګړي لید سره تحلیل، کتنه او استازیتوب وکړي.

ټولي

  • افغانستان
  • تجسمي هنرونه
  • خبرونه
  • څیړنیز راپورنه
  • راپورونه
  • سپړنې
  • سپورټ
  • فلم
  • کالمونه
  • مرکې
  • ملټي میډیا
  • نړۍ

چټک لاسرسی

  • اړیکه
  • زموږ په اړه
  • اعلانونه
  • زموږ سره کار وکړئ

خبرنامه


  • اړیکه
  • زموږ په اړه
  • اعلانونه
  • زموږ سره کار وکړئ

© ۲۰۲۳ - ټول حقوق د راوی زن لپاره خوندي دي.

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • افغانستان
    • نړۍ
  • راپورونه
    • څیړنیز راپورنه
  • سپړنې
  • مرکې
  • روایتونه
  • کلتور او هنر
    • کیسې
    • شعر
    • ادب
    • تجسمي هنرونه
  • سپورټ
  • ملټي میډیا
    • فلم
    • انځور
    • غږ
  • کالمونه

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In