د ایرانه د افغان کډوالو د پراخو جبري ایستنو په غبرګون کې، د هرات ولایت یوې ډلې ځوانانو د بشرپالنې یو نوښت کړی دی.د ټولنیزو رسنیو په خپرو شویو ویډیوګانو او انځورونو کې ښکاري چې لسګونه هراتي ځوانان د «همدردۍ او همکارۍ کاروان» په نوم د خپلو شخصي موټرو سره د اسلامقلعه پوله ته تللي چې تازه ستنېدونکي کډوال وړیا هرات ښار ته ورسوي.دا کاروان د جمعې په ورځ، د چنګاښ په ۱۳مه، د ځوانانو په فعاله ونډه جوړ شو. د دې نوښت تنظیموونکي وایي چې هدف یې له کډوالو سره د همدردۍ څرګندول او د دوی د ستنېدو په لومړیو ورځو کې د ستونزو لږول دي.دوی وایي په دې بهیر کې یې سلګونه کډوال د پولې له سیمې د هرات بېلابېلو برخو ته لیږلي دي.دغه ځوانان هیله لري چې دا کار نور هېوادوال هم وهڅوي او له دې لارې د خلکو د مرستو یو پراخ لړیز حرکت جوړ شي ترڅو هغو کډوالو ته لاسنیوی وشي چې په سختو شرایطو کې هېواد ته ستنېږي.دا ګام په داسې حال کې ترسره کېږي چې له ایرانه د جبري ستنېدنې بهیر چټک شوی او نړیوالې ادارې د دې وضعیت له امله د بشري کړکېچ خبرداری ورکوي.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

