راوی زن پشتو
یکشنبه 16 قوس 1404
فارسی
EN
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • افغانستان
    • نړۍ
  • راپورونه
    • څیړنیز راپورنه
  • سپړنې
  • مرکې
  • روایتونه
  • کلتور او هنر
    • کیسې
    • شعر
    • ادب
    • تجسمي هنرونه
  • سپورټ
  • ملټي میډیا
    • فلم
    • انځور
    • غږ
  • کالمونه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • افغانستان
    • نړۍ
  • راپورونه
    • څیړنیز راپورنه
  • سپړنې
  • مرکې
  • روایتونه
  • کلتور او هنر
    • کیسې
    • شعر
    • ادب
    • تجسمي هنرونه
  • سپورټ
  • ملټي میډیا
    • فلم
    • انځور
    • غږ
  • کالمونه
No Result
View All Result
راوی زن پشتو
No Result
View All Result

ملګرو ملتونو په ایران کې د افغانانو او لږکیو د پراخو نیونو په اړه خبرداری ورکړ

14 سرطان 1404
۴۳ زره افغانان په یوه ورځ کې له ایرانه هېواد ته ستانه شوي

د ملګرو ملتونو ځانګړو راپور ورکوونکو د ایران له خوا د افغان کډوالو او قومي ـ مذهبي لږکیو د پراخو نیونو په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړې او له ایراني چارواکو یې غوښتي چې د خلکو پر ځپلو سربېره دې د هغوی حقونه خوندي کړي.ریچارډ بېنټ، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکو په خپله اېکس پاڼه کې لیکلي چې د وروستیو نښتو له پیل راهیسې، سلګونه تنه، په ځانګړي ډول افغان اتباع، کردان، بلوڅان، بهاییان او اهوازي عربان د «جاسوسۍ» یا له «بهرنیو دولتونو سره د همکارۍ» په تور نیول شوي دي.د ډېرو نیول شویو کسانو لپاره د وکیل ته لاسرسی یا عادلانه محاکمه نشته او هغوی له اعدام یا ورک کېدو سره مخ دي.ملګرو ملتونو کارپوهانو خبرداری ورکړی چې دغه نیونې د اوربند وروسته د پراخ ځپلو برخه ده او افغانان په ځانګړې توګه د ډله‌ییز ایستلو او ناوړه چلند له ګواښ سره مخ دي.یوازې د جون په میاشت کې له ایرانه له ۲۵۶ زرو ډېرو افغان کډوالو ایستل شوي دي؛ په داسې حال کې چې د جبري ستنېدنې او د «بې ستنېدنې اصل» د نقض په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.په همدې حال کې راپورونه خپاره شوي چې د ایران په دولتي رسنیو کې د افغانانو او لږکیو پر ضد د کرکې خپرونه روانه ده او هغوی په سپکو ټکو لکه «چټل موږکان» او «خاین» یاد شوي دي. د ملګرو ملتونو د کارپوهانو په باور، دا ډول تبليغات د تاوتریخوالي او د بشري حقونو د درنو سرغړونو لپاره زمینه برابروي.راپور ورکوونکو ټینګار کړی چې د ایران د حکومت چلند له خپلو خلکو سره، په ځانګړې توګه د کړکېچونو وروسته، د دې هېواد د بشري حقونو او عدالت د اصولو د مراعات یوه اړینه ازموینه ده.

شیرتوییت

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر لوستل شوي

پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
خبرونه

پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي

22 عقرب 1404

د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...

Read more

یونیسف د اروپایي ټولنې په ملاتړ، په افغانستان کې د خوارځواکۍ ماشومانو پاملرنه پیاوړې کوي

بخښنې نړیوال سازمان: طالبان د افغان ښځو ژوند نه‌ زغمل کېدونکي خوب ته اړولی

طالبان د پنجشیر د نجونو د سواد زده‌ کړې ټولګي لغوه کړي دي

په پاکستان کې افغان کډوال: مه مو بېرته افغانستان ته استوئ

راوی زن پشتو

راوی زن یوه خپلواکه رسنۍ ده چې هڅه کوي په افغانستان او نړۍ کې د ښځو مسایل په ځانګړي لید سره تحلیل، کتنه او استازیتوب وکړي.

ټولي

  • افغانستان
  • تجسمي هنرونه
  • خبرونه
  • څیړنیز راپورنه
  • راپورونه
  • سپړنې
  • سپورټ
  • فلم
  • کالمونه
  • مرکې
  • ملټي میډیا
  • نړۍ

چټک لاسرسی

  • اړیکه
  • زموږ په اړه
  • اعلانونه
  • زموږ سره کار وکړئ

خبرنامه


  • اړیکه
  • زموږ په اړه
  • اعلانونه
  • زموږ سره کار وکړئ

© ۲۰۲۳ - ټول حقوق د راوی زن لپاره خوندي دي.

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • افغانستان
    • نړۍ
  • راپورونه
    • څیړنیز راپورنه
  • سپړنې
  • مرکې
  • روایتونه
  • کلتور او هنر
    • کیسې
    • شعر
    • ادب
    • تجسمي هنرونه
  • سپورټ
  • ملټي میډیا
    • فلم
    • انځور
    • غږ
  • کالمونه

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In