د ملګرو ملتونو عمومي اسامبله ټاکل شوې ده چې نن دوشنبه (۷ د جولای) د نیویارک په وخت د سهار په ۱۰ بجو د افغانستان د وضعیت د څېړلو لپاره ځانګړې غونډه ترسره کړي.نصیراحمد فایق، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازی سرپرست، په خپله اکسپاڼه کې لیکلي دي چې تمه ده په دې غونډه کې داسې پرېکړهلیک تصویب شي چې د نړیوالې ټولنې ژمنتیا د افغانستان د خلکو حقونو، کرامت او هیلو ته په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو لپاره، او همداراز د هېواد د یو سوله ییز او ټولګډونکي راتلونکي لپاره ټینګار وکړي.ټاکل شوې ده چې افغانستان هم په دې غونډه کې خپله اعلامیه وړاندې کړي.دا غونډه په داسې حال کې کېږي چې لا هم د طالبانو تر واک لاندې په افغانستان کې د بشري حقونو په تېره د ښځو او لږکیو د حقونو په اړه نړیوالې اندېښنې روانې دي.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

