د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري (UNHCR) د افغان ستنېدونکو د وضعیت په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې له یو میلیون څخه زیات افغان کډوال په بېړني او کړکېچن حالت کې له ګاونډیو هېوادونو بېرته افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.دغه سازمان نن دوشنبه (۱۶ د چنګاښ) په خپل راپور کې له نړیوالې ټولنې غوښتي دي چې د دې زیانمنې شوې ټولنې د ملاتړ لپاره ژر تر ژره لاس په کار شي.د دې ادارې د شمیرو له مخې، روان کال کې تر دې دمه له ۱.۴ میلیونه زیات کسان افغانستان ته ستانه شوي دي؛ یوازې له ایرانه څه باندې یو میلیون تنه بېرته راستانه شوي دي.له پاکستانه هم ستنېدنې په ځانګړي ډول د اپرېل په میاشت کې ډېرې شوې دي چې شاوخوا ۱۵۰ زره تنه په همدې میاشت کې افغانستان ته ستانه شوي دي. د مارچ له شلمې نېټې تر دې دمه له ۶۰۰ زرو زیات کسان ستانه شوي دي چې شاوخوا ۳۵۰ زره یې جبراً ایستل شوي دي.ملګرو ملتونه وايي د دوی د میداني څارنو له مخې، ډېرو ستنېدونکو په ستنېدونکي لاره کې ډېرې ترخې تجربې کړي دي؛ لکه په خپله خوښه نیونې، له کورنۍ بېلېدل او د شخصي مالونو له لاسه ورکول.په راپور کې ویل شوي چې افغان ښځې او نجونې له ستنېدو وروسته له لا ډېرو بندیزونو سره مخ شوې دي او د تبعیض او ځورونې د زیاتوالي راپورونه ورکړل شوي دي. قومي او مذهبي لږکي، د بشري حقونو فعالان او خبریالان هم له جدي ګواښونو سره مخ دي.تر دې ټولو سربېره، د افغانستان محدود ظرفیت د دې پراخ شمېر ستنېدونکو د منلو لپاره، بشري ستونزې نورې هم ډېرې کړې دي.د کډوالو عالي کمېشنري ویلي چې د اضافي کارکوونکو په لېږلو سره هڅه کوي چې په سرحدونو او د منلو په مرکزونو کې بېړنۍ او لومړنۍ مرستې وړاندې کړي.خو دا اداره ټینګار کوي چې که بېړنی مالي ملاتړ ونهشي، د مرستو بهیر ښایي یوازې څو اونۍ نور دوام وکړي.ملګرو ملتونو له خلکو او نړیوالو بنسټونو غوښتنه کړې چې په نغدي مرسته سره دې ستنېدونکو ته د لومړنيو خدمتونو، د ژوندانه ملاتړ او بېرته ټولنې ته د ورګډېدو زمینه برابره کړي.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

