د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) خبرداری ورکړی چې په روان اوړي کې شاوخوا لس میلیونه کسان په افغانستان کې له شدیدې خوړو نهامنۍ سره مخامخ دي؛ خو دا اداره د بودیجې د شدید کمښت له امله یوازې د یو میلیون اړمنو سره د مرستې توان لري.دغه اداره په خپله تازه اعلامیه کې چې په اکس کې خپره شوې لیکلي: «په افغانستان کې نږدې ۱۰ میلیونه کسان په اوړي کې د لوږې له ګواښ سره مخ دي، خو موږ یوازې د یو میلیون کسانو سره مرسته کولی شو.»دا خبرداری په داسې حال کې ورکړل شوی چې ملګرو ملتونو له دې مخکې هم څو ځله په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه خپلې ژورې اندېښنې څرګندې کړې وې.د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) په خپل تازه راپور کې ویلي چې د ۲۰۲۵ کال لپاره د افغانانو د بشري اړتیاوو د پوره کولو لپاره له ۳ میلیارده ډالرو زیاتې بودیجې ته اړتیا ده. سره له دې، تراوسه یوازې لږه برخه د دې پیسو برابره شوې ده.د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره (FAO) هم په خپلو وروستیو راپورونو کې خبرداری ورکړی چې د اوبو د سرچینو کمښت، د اقلیمي بدلون اغېزې، د کرنیز تولید ټیټوالی او د بهرنیو مرستو کمېدل په افغانستان کې د خوړو نهامنۍ نوره هم شدیده کړې ده.همداراز د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو صندوق (یونیسف) ویلي چې په میلیونونو افغان ماشومان له حادې خوارځواکۍ سره مخ دي او له ۹۰ سلنې زیات خلک د بېوزلۍ د کرښې لاندې ژوند کوي.د ملګرو ملتونو ادارو ټینګار کړی چې که اړینه بودیجه ژرترژره برابر نشي، د مرستو بهیر کیدای شي بشپړ ودریږي او میلیونونه کسان به له بشري کړکېچ سره مخ شي.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

