د ګارډين ورځپاڼې راپور ورکړی چې د ایران اسلامي جمهوریت له څلورو میلیونو زیات افغان کډوال په بېړه شړي او زرګونه بېملامته افغان ښځې بېرته افغانستان ته ستنېږي.د ګارډين په لیکنه، یوازې په تېره میاشت کې له ۲۵۰ زرو زیات افغانان له ایرانه ایستل شوي چې په کې زرګونه یوازې ښځې هم شاملې دي. دا ایستل د ایران له خوا د بېاسنادو کډوالو لپاره د ټاکل شوي نیټې وړاندې ګړندي شوي دي.راپور وایي، هغه ښځې چې بې له محرم څخه افغانستان ته ستنېږي، له سختو بندیزونو سره مخ دي؛ هغوی ته د سفر، کار، زدهکړې او ان په عامه ځایونو کې د آزاد ګرځېدو حق نه ورکول کېږي. د طالبانو د قوانینو له مخې، د محرم پرته ښځې وتل جرم ګڼل کېږي او ښايي په عام محضر کې د وهلو په څېر سزا ورکړل شي.ګارډين زیاتوي چې ډېری ستنېدونکې ښځې په پوله کې سرګردانه دي، هېڅ کور نهلري، د سختې ګرمۍ سره مخ دي او له لومړنیو بشري مرستو بېبرخې دي.همدارنګه ګارډين د افغانستان د سرحدي چارواکو په حواله لیکلي چې په تېرو اونیو کې لږ تر لږه ۱۳ مړي پولې ته سپارل شوي چې لا روښانه نهده چې د تودوخې او تندې له امله مړه شوي که د لېږد پر مهال وژل شوي دي.که څه هم طالبانو ژمنه کړې چې بېمحرم ښځو ته لومړنۍ مرستې برابرې کړي، خو ډېری ستنېدونکې وایي چې نهيوازې کور ورته نهدی ورکړل شوی، بلکې د خپلو کورونو ته د ستنېدو اجازه هم نهلري او نه د ژوند د بیا رغولو لومړنیو خدمتونو ته لاسرسی لري.د کډوالو نړیوال سازمان (IOM) ویلي چې په پوله کې د بېړنیو مرستو وړتیا لري، خو د ستنېدونکو ښځو د اوږدمهاله ملاتړ لپاره کافي سرچینې نهلري.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

