ځايي سرچینو په کندهار ولایت کې تائید کړې چې یوې ښځې په درېیمه ناحیه کې ځان وژنه کړې ده.د طالبانو د پولیسو قومانداني وایي چې دا پېښه د جمعې په ورځ، د چنګاښ په ۱۳مه، د «ملایان» په کلي کې شوې ده.د خپرو شویو معلوماتو له مخې، دغه ښځې د زهري توکو په خوړلو خپل ژوند ختم کړی دی، خو د زهر دقیق ډول چارواکو نه دی په ډاګه کړی.د ځان وژنې اصلي لامل کورنۍ ستونزې او له مېړه سره شخړې ښوول شوي دي.د طالبانو امنیتي چارواکو د دغې ښځې د هویت او عمر په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.ویل کېږي چې له طالبانو سره د واک بېرته نیولو وروسته، په یو شمېر ولایتونو کې د ښځو او نجونو د ځان وژنې پېښې زیاتې شوي دي.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

