رزا اوتونبایوا، چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشره ده، په قطر کې د دوحې د بهیر کاري ډلو په غونډو کې ټینګار وکړ چې د افغان ښځو او نجونو رول د هېواد د اقتصاد او ټولنې په بیا رغاونه کې ډېر اړین دی.هغې وویل: «په ټولنه کې د ښځو او نجونو مهم رول روښانه کول او د هغوی لپاره د برابر ګډون فرصتونه برابرول زموږ له اصلي موخو څخه دي. موږ باور لرو چې د ښځو له فعال حضور پرته په افغانستان کې پرمختګ دوام نه شي کولی.»اوتونبایوا زیاته کړه چې دا ناستې د حاکمو چارواکو سره د افغانستان د نړیوالو ژمنو په اړه د بحث ښه فرصت و، او نړیوالې ټولنې یو ځل بیا د افغان ولس، په ځانګړي ډول د ښځو، له حقونو ملاتړ څرګند کړ.په غونډو کې د خصوصي سکتور د کاري ډلې له لارې د ښځینه متشبثینو د ونډې پیاوړتیا، د مالي سرچینو او بازارونو ته د دوی د لاسرسي د ښه کېدو لارې چارې هم وڅېړل شوې.روند دوحه د ملګرو ملتونو د یوه څو اړخیزه هڅې برخه ده چې د طالبانو سره د منظم تعامل لپاره د یوه خپلواک ارزونې (S/2023/856) د وړاندیز پر بنسټ د امنیت شورا له خوا جوړ شوی دی او موخه یې په روان بحراني وضعیت کې د افغان ولس ملاتړ دی.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

